افغانستان کې شمېرې لا هم اټکلیزې دي

د انځور حقوق
Image caption موږ ته لویه ننګونه د امنیت نشتوالی دی، که امنیت ښه وي زموږ کارونه ورسره سم وي شیرمحمد جامي زاده

نن د احصایې نړیواله ورځ ده. سږ کال د دغې ورځې په ویاړ نړیوال شعار د کره شمېر ښه ژوند په نامه نومول شوی دی.

ملګري ملتونه وایي د خلکو د ټولنیز اقتصادي حالت په کره شمېرنې له حکومتونو سره د اغیزناکو تګلارو په جوړولو کې ډېره مرسته کوي.، خو د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې دغه ډول شمېرې په بشپړه نه دي راټولې شوې.

افغانستان هم د همدغو هېوادونو په ډله کې دی. ولسمشر غني څه موده وړاندې ویلي و، چې د مرکزې احصایې ادارې په شمېرو یې باور نه لري.

بي بي سي د احصایې د نړیوالې ورځې په پلمه د احصایې برخې د افغانستان چارواکي پوښتلي، هغه هیواد چې د وګړو شمیر د اټکل له مخې یادیږي. لومړی ځل په افغانستان کې سر شمیرنه په ۱۳۵۶ کال کې پیل او په کال ۱۳۵۸ کې پای ته ورسیده، چې د مرکزي احصایې له نظره یې پایلې نیمګړې وې.

په هغه سر شمېرنه کې د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي د شمېر او پاتې نور د اټکل له مخې ویل شوي وو.

۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د بن کنفرانس پر مهال افغان چارواکو پرېکړه کړې وه، چې سرشمېرنې ته به لومړیتوب ورکوي، خو د مرکزي احصایې مشر شیر محمد جامي زاده وایي دا طرحه لا نه ده پلي شوې:

'' موږ ته لویه ننګونه د امنیت نشتوالی دی، که امنیت ښه وي زموږ کارونه ورسره سم وي او بله ننګونه د مسلکي کارکونکو کمښت دی''

د قانون له مخې د کره رسمي شمېرو خپرول د مرکزي احصایې ادارې پر غاړه دي.

تېرو ۱۴ کلونو کې ډېر شمېر بنسټونو د احصایو برخه کې کار وکړ، چې د ډېرو شمېرې د پروژې له پای ته رسیدو سره بې درکه شوې او یا هم د افغانستان دولت ترې ګټه نه شوای اخیستلای.

د انځور حقوق
Image caption د قانون له مخې د کره رسمي شمېرو خپرول د مرکزي احصایې ادارې پر غاړه دي

د دغو طرحو لګښت میلیونونه ډالره و، چې د افغانستان دولت له بودیجې او یا له نړیوالو مرستو څخه ورکول کېده.

د ولسمشر بې باوري

خو په دغې ادارې بې باوري دومره ده چې افغان ولسمشر پخپله د دغه بنسټ په شمېرو باور نه لري.

د کره احصایې نشتوالی نه یواځې دا چې اقتصادي او اجتماعي ستونزې یې په هېواد کې راپورته کړي هغو بنسټونو ته یې هم کار ګران کړی، چې تګلارې او خپرونې لري.

د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال محمد اسماعیل وایي، کره احصایو د د دغه وزارت کارونو ته ستونزې نه دي راولاړې کړي، خو وایي خپله د مرکزې احصایې ادارې ته یې ننګونې ډېرې کړي دي:

''د اقتصاد وزارت په کچه چې موږ کومو شمېرو ته اړتیا لرو هر کال یې له مرکزې احصایې سره شریکوو او بحث پرې کوو، ځکه ډېری شمېری موږ له نورو دولتي ادارو نه شو تر لاسه کولای، چې دې برخه کې احصایې اداره موږ سره مرسته کوي خو د کار پر وړاندې یې خنډونه شته''

افغانستان یو کرنیز هېواد دی، چې د چارواکو په وینا یې ۷۵ سلنه وګړي یې په کرنې بوخت دي، خو دغه هېواد نوی په دې بر لاسی شوی چې د ځکمو د پوښښ نقشه یا (لند کاور) د ملګرو ملتونو په مرسته د هوا له لارې جوړه کړي.

د کرنې وزارت د کرنیزې احصایې مشر غلام ربانی حقیقت پال د دغې طرحې په اړه بي بي سي ته وویل:

د انځور حقوق
Image caption تېرو ۱۴ کلونو کې ډېر شمیر بنسټونو د احصایو برخه کې کار وکړ، چې د ډېرو شمېرې د پروژې له پای ته رسیدو سره بې درکه شوې

''د لند کاور یا سټلایټ سیسټم له لارې چې د ځمکو او کرنې په هکله کومې شمیرې راټولوو کره او د باوړ دي''

په مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او دویمو واحدونو ترمنځ د معلوماتو د لیږدونې د ټولیز سیستم نشتوالی د دې لامل شوی، چې د معلوماتو پر راټولولو لګښت ډېر او ترڅنګ یې دوه بنسټونه د تخنیکي ستونزو له امله په اسانۍ ونه شي کولای له یو بل سره اړیکه ونیسي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي، هم په دولت کې د معلوماتو رسونې پر اوسني جوړښت نیوکه کوي:

'' په تېرو دیارلسو یا څوارلسو کلونو کې زموږ یو شمېر وزارتونو په خپلو ادارو کې سیستمونه جوړ کړل، چې په دغو سیستمونو کې ځیني یې ډېر لګښتي او ګران بیه دي، له هره پلوه که ووایو دا سیستمونه په راتلونکي کې نه یواځې دا چې ګټه به یې نه وي، بلکې خپله به یو ګواښ وي''

د دغو ستونزو تر څنګ د افغانستاان د احصایو بنسټونو کې د ظرفیت نشتوالی، د دولتي او خصوصي ادارو نه همکاري،نا امني، په ناقانونه بڼه د توکو قاچاق، د شمېرو له ارزښته د خلکو بې خبري، د پرمختللو وسایلو نشتوالی، هغه لاملونه دي، چې له کبله یې افغانستان کې لا هم د اټکل له مخې شمېر کېږي.