د غزني ولایت د جغتو ولسوال وژل شوی

د غزني جغتو ولسوالي چې له ناور ولسوالۍ سره پوله لري، نسبتاً آرامه سیمه وه
Image caption د غزني جغتو ولسوالي چې له ناور ولسوالۍ سره پوله لري، نسبتاً آرامه سیمه وه

د افغانستان په سوېل کې د غزني ولایت چارواکي وايي د حکومت مخالفو وسله والو د جغتو ولسوال داود امرخیل په ډزو وژلی او د هغه موټر چلوونکی تر اوسه تری تم دی.

د غزني امنیه قوماندان امین الله امرخیل وايي، د جغتو ولسوال داود امرخیل پرون (چارشنبه) ماځیګر د جغتو ولسوالۍ یو بلې سیمې سراب ته پرته له دې چې امنیتي چارواکي خبر کړي، تللی و.

نوموړی وايي، امرخیل په یوه تونس ډوله شخصي موټر کې هلته تللی و، خو د پنجشنبې په ګهیځ د ستنېدو پرمهال په سه قلعه سیمه کې وسله والو کمین ورته نیولی و.

د غزني امنیه قومندان وايي، ولسوال په دې سیمه کې له موټره راښکته کړل شوی او بیا په ډزو وژل شوی.

امرخیل وايي، د ولسوال د موټر چلوونکی څرک تر اوسه نه دی لګېدلی.

جغتو ولسوالي د غزني ولایت له نسبتاً آرامو سیمو ګڼل کېده.

طالبان ځینې وخت په دې ولسوالۍ کې په لارو کې درېږي، چې څو میاشتې وړاندې یې په قیاغ سیمه کې څلور کسان له موټره راکوز کړي او وژلي وو.

د غزني په مالستان، جاغوریو او ناور ولسوالۍ کې طالبان ډېر فعال نه دي، خو هلته غځېدلې لارې ناامنه دي.

ورته مطالب