يوې ځواکمنې زلزلې افغانستان او سیمه لړزولې

د افغانستان شمال کې يوه ځواکمنه زلزله شوې، چې لړزې یې د پلازمېنې کابل په ګډون، تر پېښور، اسلام اباد او ان د هند تر شمالي برخو رسېدلې دي.

د امريکا مځکپېژندنې ادارې د زلزلې ځواک د رېختر په کچه ۷،۷ درجې ښوولي، او ويلي يې دي چې مرکز يې د بدخشان د جرم ولسوالۍ جنوب لوېديځ ۴۵ کيليومترۍ غرنۍ سيمه کې و.

د پاکستان ځايي خبري ټلويزيونونو هم ښوولې چې خلک په کې له لوړ پوړو ودانيو لارو کوڅو ته وتلي وو.

لا تر اوسه د مرکژوبلې راپورونه نه دی ورکړل شوي.