مریم درانۍ د سولې د نسل نړیواله جایزه ترلاسه کړه

د انځور حقوق
Image caption مریم درانۍ په ۲۰۱۲ کال د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ د زړورو ښځو نړیواله جایزه خپله کړه او همداسې په دغه کال کې د نړۍ یوه له ۱۰۰ اغېزمنو شخصیتونو څخه وپېژندل شوه.

افغان مېرمنې مریم درانۍ د سولې د نسل نړیواله جایزه ترلاسه کړه.

آغلې درانۍ درانۍ له هغو دوو افغان مېرمنو یوه ده چې د سولې د نسل نړیواله جایزه یې وګټله.

مریم درانۍ په سوېلي ولایت کندهار کې د 'خدیجة الکبری' د ټولنې مشره او د 'مېرمن' په نوم د یوې خصوصي راډیو د امتیاز څښتنه ده.

'د سولې د نسل جایزه' هر کال د سولې او پرمختګ د نړیوالې شبکې له خوا په نیویارک ښار کې هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې د سولې د راتلو او هغه د ټینګښت لپاره کار کوي.

د زړورتیا نړیوالې جایزې ګټونکې - انځورونه

دغه مراسم، چې د اکتوبر پر ۲۳ مه نېټه د امریکا په نیویارک ښار کې جوړ شوي وو، آغلې مریم د جایزې ترلاسه کولو پر مهال وویل: " افغان مېرمنو د تېرو درو لسیزو پرمهال ډېرې ټولنیزې او روانې ستونزې زغملې او اوس دې ته اړتیا شته چې د هغوی د ژوند د حالت ښه کېدو او د عامه پوهاوي د سطحې د لوړېدو لپاره ډېر کارونه وشي".

مریم درانۍ په ۲۰۱۲ کال د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ د زړورو ښځو نړیواله جایزه خپله کړه او همداسې په دغه کال کې د نړۍ یوه له ۱۰۰ اغېزمنو شخصیتونو څخه وپېژندل شوه.

په ۲۰۱۳ کال کې آغلې درانۍ د بشري حقوقو په برخه کې له ۳۰ ځوانانو څخه غوره شوه، او همدارنګه په دغه کال کې د سولې په نوم نړیواله جایزه یې په ترکیه کې ترلاسه کړه.

آغلې مریم لومړنۍ افغانه ده چې په ۲۰۱۴ کال کې د بیان د آزادۍ نړیواله جایزه د هالند پاچا د بنسټ 'روزلت' څخه ترلاسه کړه.

د انځور حقوق
Image caption آغلې مریم لومړنۍ افغانه ده چې په ۲۰۱۴ کال کې د بیان د آزادۍ نړیواله جایزه د هالند پاچا د بنسټ 'روزلت' څخه ترلاسه کړه.

مریم درانۍ په ۱۹۸۷ کال د ښاغلي حاجي محمد عیسی دراني په کور په ایران کې کې زیږېدلې، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې له هېواده بهر په ایران او د لوړو زده کړو سندونه یې د افغانستان امریکایي پوهنتون څخه په اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو کې په کابل کې ترلاسه کړي.

مریم درانۍ له یو لړ فرهنګي او ټولنیزو هڅو وروسته په کال ۲۰۰۵ کې د کندهار ولایت شورا ته بریالۍ شوه او د دویم ځل لپاره یې بیا هم دا څوکۍ له ۲۰۱۰ کال راپدېخوا خپله کړې.

ورته مطالب