ننګرهار کې چاودنې د بشري حقونو کمیسیون دوه کارکوونکي وژلي

د انځور حقوق

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د ختیځ ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د سړک غاړې ماینې په چاودنه کې ددغه کمیسیون دوه کارکوونکي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

ددغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار بي بي سي ته وویل، چاودنه د دوشنبې پر ګهیځ هغه مهال وشوه، چې د دفتر کارکوونکي یې دفتر ته د کار لپاره روان وو.

دی وايي په ټپیانو کې یوه مېرمن هم ده.

بیدار زیاتوي، په پېښه کې د ټپیانو وضعیت ښه دی او اوس د جلال آباد روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چاودنه ګهیځ اته نیمې بجې د ښار په څلورمه ناحیه کې وشوه.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت د ګاونډیو ولایتونو پرتله نارامه دی.

درې ورځې وړاندې، ددغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د دوو بېلا بېلو بې پېلوټه الوتکو بمبارۍ کې لږ تر لږه د داعش (اسلامي دولت) ډلې ۲۱ غړي وژل شوي وو.

د اچین ولسوال حاجي غالب بي بي سي ته وویل چې دغه دوه بريدونه نن غرمه (جمعه اکتوبر ۲۳) د دغه ولسوالۍ په مامند او بندر سیمو کې شوي.

د دغې سرچینې په وینا په وژل شویو کې د عمر په نوم یو کس هم شامل دی.

د ننګرهار اچین ولسوالي یوه له هغو سیمو ده چې د داعش ډلې وسلوال په کې موجود دي او په تېرو څو میاشتو کې په دغه سیمه کې ګڼ هوايي بریدونه شوي چې له امله یې د داعش ډلې لسګونه کسان وژل شوي دي.

څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ادارې اعلان وکړ چې په ننګرهار ولایت کې یې د یو لړ ځمکني او هوايي عملیاتو په ترڅ کې نژدې ۸۵ کسان وژلي دي.

ورته مطالب