جرمني: ''افغانان دې نه کډه کېږي، خپل هېواد دې ورغوي''

د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلي دي میزیر دا هم ویلي، دغو کسانو ته به خپلسرې توګه جرمني کې د اوسېدو اجازه ورنه کړله شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر له افغان پناه غوښتونکو ځوانانو پخپل هېواد کې د پاتې کېدو او د خپل هېواد د رغولولو غوښتنه کړې ده.

توماس دي میزیر وویل: ''په داسې وخت کې چې اروپا ته د کډوالو بهیر روان دی، دا د منلو نه ده، چې افغانان دې د سوریې تر اوسېدونکو وروسته تر ټولو لوی شمېر کې د پناه غوښتنه وکړي''.

ده ټینګار کړی، چې افغانانو ته به جرمني ته په رسېدو په اوتومات ډول په دغه هېواد کې د مېشتېدنې اجازه ور نه کړل شي.

ښاغلي دي میزیر همداراز پر اتریشي چارواکو تور پورې کړی، چې کډوال د دوی پولې ته د شپې ور وړي او هڅوي یې چې جرمني ته ور واوړي.

ښاغلي دي میزیر دا هم ویلي، دغو کسانو ته به خپلسرې توګه جرمني کې د اوسېدو اجازه ورنه کړله شي.

تېره اونۍ، د جرمني یوې ورځپاڼې ویلي وو، جرمني هوډ لري ګڼ شمېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي.

څو ورځې وړاندې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وویل، په تېرو اتو میاشتو کې اروپا ته د تللو افغان کډوالو شمېر تر ۱۲۲ زرو کسانو اوښتی دی.

د دغه سازمان د راپور پربنسټ، دغه شمېرې د هغو ۶۵۰ زره کډوالو له لیست څخه دي، چې په روان کال کې یې اروپا ته پناه وړې ده.

که څه هم جرمني ته د افغان پناه غوښتونکو کډوالو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو جرمني تېر کال تر ډېره افغان کډوالو پر جرمني ورمات شوي وو.

ورته مطالب