د ګوانتانامو دوه ملګري زندانیان چې اوس د یوه بل دښمنان دي

د انځور حقوق
Image caption غالب د اچین ولسوال دی، هغه سیمه چې په لومړي وار پکې داعش وسلوالو دافغان حکومت پر وړاندې مخامخ جګړه پیل کړه

په افغانستان کې د ګوانتنامو دوه پخواني زندانیان اوس د یوه بل پر وړاندې جنګیږي. دواړه د ختیځ ولایت ننګرهار اوسیدونکي دي، چې له زندانه وړاندې هم سره اشنا وو.

په اچین ولسوالۍ کې د افغان دولت ولسوال حاجي غالب سره د دوو زامنو د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې جنګیږي، خو پخوانی دوست یې ''عبدالرحیم مسلم دوست'' همدلته د داعش وسله والو د ډلې مشري کوي.

نعمت الله کریاب په خپل رپوټ کې کاږي، چې په اچین ولسوالۍ کې افغان سر تېري د داعش پر وړاندې دجګړې لومړۍ لیکې ته روانیدل، په سیمه کې د افغان ملي پوځ قومندان له زغروال ګاړي د اسلامي دولت ډلې د وسله والو پټنځایونو او مورچلونه راوښوول.

ټیک هغه ځای ته ورسیدو چې، څو ورځې وړاندې پکې داعش وسله والو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو ناتار بریدونه وکړل او د ولسوالۍ د ودانۍ تر څنډو ورسیدل.

د انځور حقوق
Image caption د افغان ځواکونو او داعش وسلوالو مورچلونه له یو بله نه دومره لرې نه دي، دواړ لورو ته د زندان پخواني ملګري دجګړې مشري کوي

حاجي غالب، چې د ګوانتنامو پخوانی زنداني دی، دا ډېره موده له سر تېرو سره د جګړې له لومړۍ کرښې نه دی شاته شوی.

غالب د اچین ولسوال دی، هغه سیمه چې لومړی ځل پکې داعش وسلوالو د افغان حکومت پر وړاندې مخامخ جګړه پیل کړه. نوموړی د هغې جګړې نکل وکړ، چې د اسلامي دولت نومي ډلې وسلوالو پکې دولسوالۍ دنیولو هوډ کړی وو.

د افغان ځواکونو او داعش وسلوالو مورچلونه له یو بله دومره لرې نه دي، دواړو لوریو ته د زندان پخواني ملګري د جګړې مشري کوي.

عبدالرحیم مسلم دوست لومړنی افغان و چې د داعش مشر ابو بکر البغدادي لاس نیوی ېې وکړ.

مسلم دوست او غالب پخواني دوستان او دواړه دهمدې سیمې اوسیدونکي دي. پنځه کاله د ګوانتانامو بې زندان په یوه کوټه کې بندیان وو. خو اوس د یو بل کلک غلیمان دي.

د افغان پوځ یو قومندان د غالب د پخواني ملګري د پوستو ویشتو لپاره قومنده ورکړه، توپچي مرمۍ له غني خیلو وار کېدې، دې سره د جګړې د لومړۍ لیکې سر تېرو ته ډاډ ورکول کېږي.

د انځور حقوق
Image caption ولسوال د جګړو له امله د راکډه شویو پالنه تر جګړې ګټلو هم مهمه ګڼله

د اسلامي دولت نومې ډلې وسلوالو څو میاشتې وړاندې، د اچین په غرونو کې نژدې ۱۰ ځاي اوسیدونکي په بمونو والو ځول. همدغه ځایونه اوس د افغان پوځ د توپچي ګوزارونو نښې دي.

که څه هم افغان ځواکونه په اچین کې د خپلو سنګرونو په کلکولو بوخت دي، خو داعش وسلوال هم غلي نه دي ناست او لاهم یو سر خوږی دی.

د جګړې په لومړۍ لیکه کې دهېواد د هرې قبیلې سر تېرې موجود وو، بېرته ولسوالۍ ته راستانه شوو، هلته چې ګڼ بې کوره شوي کسان په تمه ناست وو.

ولسوال د جګړو له امله دراکډه شوو پالنه تر جګړې ګټلو هم مهمه بولي،په دوي کې هغه کوچنیان هم د مرستې اخیستو په نیت راغلي وو، چې د پلرونو په بمونو د الوځولو انځورونو یې په ذهنونو کې کور کړی.

د حاجي غالب او مسلم دوست دښمني او ملګرتیا د افغانستان داوږدې جګړې یو بېلګه ده. د دوی په څېر نور ډېر خواږه یو بل ته په څو ناست دي.

د ورځې په پاېې کې حاجي غالب د ولسوالۍ په بازار کې د دې لپاره پلی وګرځید چې د خلکو له ذهنونو دتازه تېرې شوې جګړې بد انځور ایسته کړي او ورته وښې چې لا هم ژوند ښکلی دی.