د کندوز دشتِ ارچي او د تخار خواجه غار کې چاڼیز عملیات

د انځور حقوق AFP

افغان امنیتي ځواکونه وايي، د هېواد شمالي کندوز ولایت دشتِ ارچي ولسوالۍ کې یې د وسله والو مخالفانو پرضد له تېرو درو ورځو راهیسې د 'توپان' په نامه ګډ عملیات پیل کړي، چې تر ډېره یې پرمختګ پکې کړی دی.

د افغانستان په شمال ختیځه حوزه کې د ملي اردو ویاند غلام حضرت کریمي بي بي سي ته وویل، د دشتِ ارچي ولسوالۍ امنیه قومنداني، ولسوالي او شاوخوا کلي یې له طالبانو پاک کړي دي:

''تاسو خبر یاست، چې له تېرو درو ورځو راهیسې موږ دشت ارچي ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي، چې له نېکه مرغه امنیه قومنداني، ولسوالۍ، کلوپ او د ارچي ولسوالۍ شاوخوا سیمې د وسله والو مخالفانو له حضوره پاکې شوې.''

نوموړی وايي، اوس کور په کور د وسله والو مخالفانو د چاڼولو عملیات دوام لري.

ښاغلی کریمي زیاتوي، د تخار خواجه غار ولسوالۍ هغو نهه – لسو کليو کې چې له طالبانو سره و، د بېرته نیولو عملیات روان دي.

د انځور حقوق Reuters

سرچینه وايي، په خواجه غار کې یې مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، خو دقیق شمېر یې ورته معلوم نه دی.

دی وايي، په تېرو او روانو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب