ننګرهار کې پر جومات د مرمۍ لګېدو ۶ کسان وژلي

Image caption افغان حکومت مرمۍ د اسلامي دولت ډلې له لوري توغول شوې، خو اسلامي دولت تر اوسه څه نه دي ويلي.

د افغانستان په ختيځ کې د ننګرهار چارواکي وايي د اچین ولسوالۍ د شډل په چینار سیمه کې پر جومات یوه مرمۍ لګیدلې، چې له امله يې شپږ کسان وژل شوي دي.

دوی وايي په دغه پېښه کې څلور کسه نور ټپيان شوي دي.

د اچین ولسوال حاجي غالب وايي مرمۍ له نژدې غرونو د اسلامي دولت ډلې 'داعش' له لوري توغېدلې ده.

ځینو راپورونو کې ویل شوي وو، چې ګواکې مرمۍ له غني خیلو افغان ځواکونو توغولې ده.

خو ولسوال حاجي غالب وايي دغلته د افغان ځواکونو لپاره هیڅ هدف نه و.

ځايي خلک د مرګ ژوبلې شمیر تر دې هم لوړې ښيي.

تر اوسه په سيمه کې د اسلامي دولت ډلې چې په داعش مشهوره ده په دې اړه څه نه دي ويلي.

په اچین کې له تېرو څو ورځو راهیسې افغان ځواکونو د داعش د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي، چې د ګڼو وسلوالو د وژلو ادعا په کې شوې ده.

له بلې خوا د نورستان په برګمټال کې هم د سرحدي ځواکونو پر پوستو طالبانو بریدونه کړي دی.

راپورونه وايي په بریدونو کې د سرحدي پولیسو څو پوستې هم نیول شوي او اوه تنه په کې وژل شوي دي.

د نورستان چارواکي وايي د طالبانو په لاس نیول شوې سیمې يې بیرته تر لاسه کړي، او ګڼ وسلوال يې وژلي دي.

ورته مطالب