سږ کال افغانستان کې پانګونه ٪۲۶ کمه شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption آیسا وايي، ډېری پانګونه په ودانیزه برخه کې کمه شوې، چې تېر ۲۰۱۴ کال نژدې ۲۰۰ میلیون ډالر وه، خو سږ کال بیا ۸۳ میلیون ډالر ټیټه شوې

د افغانستان د پانګونې د ملاتړې اداره 'آیسا' وايي، د وران کال په تېرو نهو میاشتو کې د تېر ۲۰۱۴ کال د همدې مودې پرتله د پانګونې کچه ۲۶ سلنه کمه شوې ده.

ددغې ادارې مشر قربان حقجو د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په تېرو نهو میاشتو کې افغانستان کې ۶۱۱ میلیون ډالر پانګونه شوې وه، خو سږ کال دا کچه ۴۴۸ میلیون ډالر ټیټه شوې ده.

نوموړی زیاتوي، ډېری پانګونه په ودانیزه برخه کې کمه شوې ده، چې په ۲۰۱۴ کال کې نژدې ۲۰۰ میلیون ډالر وه، خو سږ کال بیا ۸۳ میلیون ډالر ټیټه شوې ده.

د ښاغلي حقجو په وینا، د صنعت برخه کې هم پانګونه ۲۵ سلنه کمه شوې، چې تېر کال دا کچه ۱۰۸ میلیون ډالرو ته رسېده، خو سږ کال بیا ایله ۸۱ میلیون ډالر ده.

دی وايي، په کرنیزه برخه کې هم پانګونه له ۱۷ میلیون ډالرو نه، ۱۴٫۸ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده، چې ۱۲ سلنه ټیټوالی ښيي.

ښاغلي حقجو دې ته په اشارې سره چې په خدماتي برخو کې هم ۹٫۶۳ سلنه پانګونه کمه شوې، وايي په ۲۰۱۴ کال په خدماتي برخه کې پانګونه ۲۲۰ میلیون ډالر وه، چې سږ کال ۱۹۹ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

کابل کې پانګونه ښه ده

د آیسا د مشر په وینا، دې ته په پام سره، چې د افغانستان په ولایتونو کې د پانګونې وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو پلازمېنه کابل کې بیا د پانګونې وضعیت نسبتاً د تېر کال پرتله ښه شوی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي حقجو وویل، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې کابل کې ۲۷۳ میلیون ډالر پانګونه شوې، حال دا چې د ۲۰۱۴ کال په همدې موده کې یې کچه ۲۴۹ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه، او سږ کال نهه سلنه ډېره شوې ده.

ښاغلي حقجو وویل، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې کابل کې ۲۷۳ میلیون ډالر پانګونه شوې، حال دا چې د ۲۰۱۴ کال په همدې موده کې یې کچه ۲۴۹ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه، او سږ کال نهه سلنه ډېره شوې ده.

د افغانستان دغه چارواکی وايي، په کابل کې بهرنۍ پانګونه هم ۲۱۸ سلنه ډېره شوې ده. په ۲۰۱۴ کال کې کابل کې د پانګونې کچه نژدې ۳۹ میلیون ډالر وه، خو سږ کال دا کچه ۱۲۶ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

د پانګونې د ټیټېدو لامل

د آیسا مشر وايي له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا، افغانستان کې د پانګونې کچه کال په کال په ټیټېدو وه.

ښاغلی حقجو زیاتوي، د سیاسي او اقتصادي بې ثبات او په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي ناڅرګند وضعیت له کبله په هېواد کې پانګونه هم په کمېدو ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د آیسا د مشر په وینا، دې ته په پام سره، چې د افغانستان په ولایتونو کې د پانګونې وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو پلازمېنه کابل کې بیا د پانګونې وضعیت نسبتاً د تېر کال پرتله ښه شوی دی.

دی وايي، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د بهیر اوږدېدو او د هېوا د کابینې معرفي کولو کې ځنډ او خنډ ګڼ پانګوال د پانګونې په برخه کې پښه نیولي کړل.

نوموړی وايي، په هېواد کې د ناامنیو ډېرېدل هم پر پانګونې منفي اغېز کړی دی.

دی وايي، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د راتلونکي په اړه د خلکو باور کم شوی او ډېری خلکو خپلې پیسې په ډالرو بدلې کړې او بیا یې بانکونو ته نه دي سپارلي.

قربان حقجو زیاتوي، د پانګونې د کمښت بل لامل د نغدو پیسو کموالی دی.

دی وايي، په حکومتي ادارو کې اداري او مالي فساد که کم شوی نه دی، خو بڼه یې یوڅه بدله شوې ده، چې دې کار هم پر پانګونې ناوړه اغېز کړی.

د انځور حقوق EPA