لويه څارنوالي پر ښځينه بنديانو د جنسي تېريو تورونه ارزوي

د انځور حقوق
Image caption تر دې وړاندې هم د افغانستان په يو شمېر زندانونو کې له ښځينه بنديانو سره د ورته چلند يادونه شوې، خو تر اوسه دغه خبرونه نه دي تاييد شوي

د افغانستان لویه څارونوالي وايي، د افغانستان په لویدیځو څلورو ولایتونو کې پر ښځینه بندیانو د جنسي تیریو د تورونو معلومولو لپاره یې یو، څلور کسیز پلاوی دغو ولایتونو ته استولی دی.

لويه څارنوالي وروسته له هغې لويديځو ولايتونو ته پلاوی استوي چې د افغانستان مدني او حقوقي ټولنې په یوې ارزونې کې ویلي، په دغو ولایتونو کې د عدلي، قضايي ادارو او زندانونو کارکوونکو پر یو شمېر ښځینه بندیانو جنسي تیري کړي دي.

د لویې څارنوالۍ د رسنیو او عامه اړیکو مشر محمد آصف فیاض په کابل کې يوه خبري کنفرانس کې وويل د دغه پلاوي موندنې او څېړنې ډېرې مهمې دي:

ښاغلی فياض وايي: ''که خدای مه کړه د دغه بنسټ د خپاره شوي راپور پایلې یوه سلنه هم مثبتې وي نو دا د څارنوالۍ لپاره د منلو نه دي او دې ته د یوه ناورین په سترګه ګوري.''

ښاغلی فياض وايي که د استولي پلاوي موندنې مثبتې راوخېژي، نو تيري کوونکو ته به له قانون سره سمه سخته سزا ورکړي.

دی وايي: ''که د دغه راپور پایلې منفي وي او پلاوی هغه ناسم وبولي نو خپرونکې سرچینه به یې چې رسمي اجازه لیک هم نه لري، د خپل تحقیق په تړاو مسوول او پوښتنې ګرویږنې به ترې وشي.''

پر ښځینه بندیانو د عدلي او قضايي کارکوونکو له خوا د جنسي تیریو خبرونه د افغانستان په بېلابېلو رسنیو او خواله رسنیو کې خپاره شوي دي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په يو شمېر زندانونو کې له ښځينه بنديانو سره د ورته چلند يادونه شوې، خو تر اوسه دغه خبرونه نه دي تاييد شوي.

ورته مطالب