د پوهنې افغانې مبارزې نړیواله جایزه ګټلې

Image caption نوموړې ته د ۵۰۰۰۰۰ امریکایي ډالرو جایزه ورکړل شوه.

د نجونو د زده کړې او پوهنې افغانې مبارزې سکینه یعقوبي د پوهنې په برخه کې د لاسته راوړنو له کبله د سږ کال وایز نړیواله جایزه وګټله.

نوموړې چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د نجونو د زده کړې په برخه کې فعالیت کاوه دغه جایزه په قطر کې ترلاسه کړه.

د نوموړې اداره چې د زده کړې افغان انستېتیوت نومېږي د طالبانو د دورې پر مهال په پټه د نجونو لپاره د زده کړې او پوهنې زمینه برابروله.

ډاکټرې سکینا یعقوبي وویل دغه جایزه یې پر داسې مهال تر لاسه کړې چې د افغانستان خلک د "کړاو او ناهیلۍ" له پړاوه تېرېږي.

نوموړې ته د ۵۰۰۰۰۰ امریکایي ډالرو جایزه ورکړل شوه.

د جایزې ترلاسه کولو پر مهال نوموړې وویل

Image caption کنفرانس ته د امریکا لومړۍ مېرمن مېشېل اوباما هم وربلل شوې وه.

"دغه جایزه په اوسني وخت کې ډېر زیات ارزښت لري ځکه زما د هېواد خلک له کړاو، ویرې او بې وزلۍ سره مخامخ دي"

اغلې یعقوبي ته دغه جایزه د قطر فاونډېشن مشرې شېخه موسا بنت نصیر د وایز د کلني کنفرانس پر مهال وړاندې کړه.

نوموړې وویل چې سکینا یعقوبي په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او زده کړې په برخه کې "ګڼې او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې" کړي.

"د کډوالو له کمپ رانیولې د شپې تر ښوونځیو، اغلې یعقوبي ډېر کله نجونو ته د تعلیم او زده کړو برابرولو په برخه کې خپل ژوند په خطر کې اچولی"

کنفرانس ته د امریکا لومړۍ مېرمن مېشېل اوباما هم وربلل شوې وه.

د امریکا لومړۍ مېرمنې کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل چې په ټوله نړۍ کې باید د نجونو لپاره د تعلیم برابرولو په برخه کې لا ډېر کار وشي.