افغاني الاصله مريم منصف کاناډا کې وزیره شوه

Image caption مېرمن منصف د افغانستان په لويديځ هرات کې زېږېدلې ده

افغاني الاصله کاناډایۍ سياستواله مريم منصف چې تېره مياشت يې د کاناډا پارلمان ته لار پيدا کړه د د دولت د دموکراتيکو بنسټونو د وزيرې په توګه معرفي شوه.

مېرمن منصف د کاناډا د لومړي وزير جستين ترودو او د دغه هېواد د کابينې د نورو نويو غړو ترڅنګ يو ځای لوړه وکړه.

مريم منصف په ۱۹۹۶ کې د طالبانو رژيم د واکمنۍ پر مهال د ۱۱ کلنۍ په عمر کې له دوو خويندو او مور سره له افغانستان نه کاناډا ته ولاړل.

مېرمن منصف د افغانستان په لويديځ هرات کې زېږېدلې ده.

دا د کاناډا د لېبرال ګوند غړې ده او کلونه کلونه کېږي، چې دغلته په سياسي او ټولنيزو فعاليتونو بوخته ده.

د کابينې جوړښت

د کاناډا ۴۳ کلن نوي لومړي وزير جستين ترودو هم په همدې ورځ لوړه وکړه او د محافظه کارانو ۱۰ کلنې واکمنۍ ته يې د پای ټکی کېښود.

د ښاغلي ترودو پلار هم دوه لسيزې د کاناډا لومړی وزير و.

د کاناډا د نوي لومړي وزير په کابينه کې د ښځو او نارينه وو شمېر يو برابر دی په دې مانا چې ۱۵ کسه نارينه او ۱۵ يې ښځينه دي.

د کابينې د وزيرانو عمرونه د ۳۵ او ۵۰ کلونو ترمنځ دي.

د لږکيو قومونو ته هم ځای ورکړی او په کابينه کې يې درې هندي الاصله هم شته چې يو يې د دفاع وزير دی.

دغه سياستوال چې مخکې يې د ښوونکي دنده پر مخ وړله په ۲۰۰۸ کال کې پارلمان ته لار ومونده او د کاناډا په تاريخ کې دويم تر ټولو ځوان لومړی وزير دی.

ورته مطالب