زابل کې د طالبانو دوو ډلو تر منځ جګړه شوې

Image caption شنونکي دغه نوې ډله هومره ځواکمنه نه يادوي خو وايي دا ډول ډلې به په طالب وسله والو کې جنجالونه ډېر کړي

د افغانستان جنوبي ولايت زابل کې ځايي چارواکو بي بي سي ته ويلي چې د ملا اختر محمد منصور او د ملا داد الله سره تړلو وسله والو تر منځ نښته شوې.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر تر مړينې وروسته، دغو ډلو ملا اختر محمد منصور د خپل نوي مشر په توګه وټاکه، څو ورځې وړاندې له طالبانو سره تړلو ځينو ډلو د ملا منصور له ټاکلو سره مخالفت وکړ او ملا محمد رسول يې د خپل سرپرست مشر په توګه اعلان کړ.

د ځايي سرچينو په وينا دغه جګړه نن شبنې (۷ نومبر) د زابل ولايت په دای چوپان او ارغنداب کې را منځ ته شوې، چې ازبک جنګيالي هم د ملا منصور داد الله پر ملاتړ جنګېدلي دي.

دغه سرچينې وايي ملا داد الله منصور ته تړلو ځواکونو د ملا اختر محمد منصور جنګيالي په شا کړي.

په دغه جګړه کې یو طالب جنګيالی وژل شوی، خو معلومه نه ده چې له کومې ډلې سره تړاو لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دغه ډلو تر منځ د تاوتريخوالي خبرې داسې مهال رامنځ ته کېږي چې يوه ډله طالبانو ملا رسول خپل مشر وټاکه، دوی وايي د ملا اختر محمد منصور مخالفې ډلې په دغه کرښه کې راټولې دي.

شنونکي دغه نوې ډله هومره ځواکمنه نه يادوي خو وايي دا ډول ډلې به په طالب وسله والو کې جنجالونه ډېر کړي.

ملا منصور داد الله چې د دغې نوې ډلې مرستيال اعلان شوی د ملا اختر محمد منصور له مخالفينو دی.