حامد کرزي 'افغان ځوانانو ته پوهنیز بنسټ' جوړ کړ

د انځور حقوق AFP

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ "نومبر اوومه" کابل کې پخپل نامه د یوه بنسټ ډبره کېښوده چې وايي هدف یې په افغانستان کې په تېره بیا د لوړو زده کړو پوهنې ته وده ورکول او تقویه کول دي.

دی وویل، په لومړي ګام کې به افغان علماء، لیکوالان او ادیبان نړۍ ته وروپېژني.

ښاغلي کرزي د دغه بنسټ د پرانیستلو په غونډه کې وویل، دغه بنسټ سیاسي نه دی، بلکې د هغو افغان ځوانانو لپاره به د پوهنې له کاروان سره اوږه په اوږه د تګ زمینه برابره کړي، چې وړتیا لري خو پیسې نه لري .

هغه ټینګار وکړ، چې ددغه بنسټ د مالي تمویل لپاره به یې هڅه دا وي چې کورنۍ او د نړیوالو همکاري راجلب کړي.

ښاغلي کرزي وویل، افغان ځوانانو ته په روغتیايي، انجینرۍ او ساینسي علومو کې د زمینې برابرول ددغه بنسټ لومړیتوب دی.

نوموړی وویل، افغان ځوانان په دغو برخو کې له نورو شا ته پاتې دي او د نورو لاسنیوي ته اړتیا لري.

د افغانستان مخکیني ولسمشر دا هم وویل، چې دا بنسټ په سمندر کې یو څاڅکی دی، چې په وینا یې په تېرو لسیزو کې نړۍ مخته ولاړه، خو له بده مرغه افغانستان یوازې شا ته پاتې شو او هره ورځ شا ته پاتې کېږي.

هغه وویل، د نړیوالو د پرمختګ په ځغلېدونکي آس پسې د رسېدو لپاره، باید موږ افغانستان د دوو پر ځای څلور موزې پر پښو کړي.

حامد کرزی په تېره څه باندې یوه لسیزه کې افغانستان کې پر یوې ډېرې مشهورې څېرې واوښت.

د حامد کرزي د میراث په اړه دا ځای کېکاږئ.

ورته مطالب