ولسمشر غني د 'هوشمند' ښارګوټي جوړولو تړون لغوه کړ

د انځور حقوق epa
Image caption خليل الله فيروزي چې د محکمې په امر په ۱۰ کاله زندان محکوم شوی د چارشنبې پر ورځ يې د هوشمند په نوم ښارګوټي پرانسته کې برخه واخيسته

افغان ولسمشر اشرف غني د هغه ښارګوټي جوړولو تړون لغوه اعلان کړی چې ټاکل شوې وه د کابلبانک د يو اصلي ونډوال په پانګونه جوړ شي.

خليل الله فيروزي چې د محکمې په امر په ۱۰ کاله زندان محکوم شوی د چارشنبې پر ورځ يې د هوشمند په نوم ښارګوټي پرانسته کې برخه واخيسته.

تر دې وړاندې په حقوقي چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار عبدالعلي محمدي ويلي و چې ښاغلی فيروزي له زندانه، نه دی خوشی شوی او له رخصتۍ په ګټې اخيستو يې د ښارګوټي په مراسمو کې ګډون وکړ.

د ښاغلي محمدي په خبره د محکمې د حکم پر بنسټ ښاغلی فيروزي او د کابلبانک نور ټول پوروړي له مدني حقونو نه دي محروم شوي او له همدې امله حکومت د هڅونې پروګرام له مخې دوی ته فرصت ورکړ چې د پانګونې له لارې خپل پورونه پرې کړي.

د ښارګوټي پرانستو پر مهال له نورو حکومتي چارواکو سره د ښاغلي فيروزي حضور د حقوقي چارو پوهانو په ګډون د بېلابېلو ګړيو له پراخ غبرګون سره مخامخ شو.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ولسمشر غني د هر اړخيزو ارزونو وروسته دغه تړون لغوه اعلان کړی دی.

ښاغلي غني ويلي د خليل الله فيروزي پر وړاندې د محکمې حکم پر خپل ځای دی او د پور ورکړه بايد پرته له کوم بدلون نه د محکمې له حکم سره سم ترسره شي.

Image caption څلور کاله وړاندې د افغانستان ستر خصوصي بانک، کابلبانک له ديوالي کېدو سره مخامخ شو

ښاغلي غني د کابلبانک د تصفيې ادارې ته لارښوونه کړې د هغې ۶۸ جريبه ځمکې قانوني ضبط چارې پيل کړي چې ښاغلي فيروزي د ښارګوټي لپاره بېله کړې وه او دا ځمکه دې د کابلبانک په پور کې حساب کړي.

څلور کاله وړاندې د افغانستان ستر خصوصي بانک، کابلبانک له ديوالي کېدو سره مخامخ شو.

هغه مهال د افغانستان بانک د دغه ديوالي شوي بانک مسووليت پر خپله غاړه واخيست او نوم يې (نوی کابلبانک) شو.

د کابلبانک د ديوالي کېدو اصلي لامل په بانک کې د نغدو پيسو کمښت په ګوته شو، ځکه د بانک اصلي ونډوالو زياته اندازه پيسې په دوبۍ کې د ځايونو اخيستو لپاره له افغانستان نه بهر ووېستې.

د کابلبانک ټولې ورکې شوې پيسې شاوخوا ۹۰۰ ميليون ډالر ښوول شوي او چارواکي وايي تر اوسه يې د دغو پيسو نژدې نيمايي بېرته ترلاسه کړي دي.

ورته مطالب