افغانستان له ترکمنستان نه ۳۰۰ ميګاواټه برېښنا واردوي

Image caption د برېښنا دغه پروژه به د روان ميلادي کال په وروستيو کې پيل شي او د ۲۰۱۷ کال تر پايه به بشپړه شي

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په هېواد کې د برېښنا شبکې د پراخېدو په موخه ترکمنستان هېواد سره د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا تړون لاسليک کړ.

د دغه تړون له مخې به ترکمنستان افغانستان ته د ۱۰ کلونو لپاره ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا ورکوي، چې لویه برخه به يې لوګر، پکتيا، خوست، ميدان وردګ، غزني او کندهار ولايتونو ته ورکول کېږي.

له ترکمنستان نه لېږدېدونکې برېښنا به دغه راز د افغانستان په شمال کې د برېښنا هغه کمښت پوره کړي، چې بلخ، بغلان او څو نورو ولایتونه ورسره مخامخ دي.

د تړون له مخې د برېښنا ۵۰۰ کيلوواټه مزی به د ترکمنستان- افغانستان پر پوله په آقينه کې سره وصل شي او بيا به د شبرغان - اندخوی – بغلان – کابل برېښنا له مزي سره يو ځای شي.

د برېښنا دغه پروژه به د روان ميلادي کال په وروستيو کې پيل شي او د ۲۰۱۷ کال تر پايه به بشپړه شي.

د دغې پروژې مالي لګښت چې شاوخوا ۳۰۰ ميليون ډالر اټکل شوی د اسيا پراختيايي بانک پر غاړه دی.

دغه پروژه به د ۲۰۱۸ کال په لومړيو کې عملآ فعاليت پيل کړي او په لومړي سر کې به يې په ساعت کې د هر کيلواټ بيه پنځه امريکايي سنټ يا نژدې يوه افغانۍ وي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي له ترکمنستان نه د وارېدونکې برېښنا بيه به له ازبکستان نه چې اوس ترې په افغانستان کې ګټه اخيستل کېږي ۴۰ سلنه ټيټه وي.

که څه هم افغانستان پخپله هم برېښنا توليدوي، خو لويه برخه يې لا هم له ازبکستان، ترکمنستان او ايران نه واردوي.

ورته مطالب