د موسيقۍ وتلی ستوری مومن خان بېلتون ومړ

Image caption مومن خان بېلتون په وروستيو کلونو کې د عمر له ډېروالي او کمزورتيا رنځېده او ډېر وخت د ناروغۍ پر بستر پروت و

د هېواد وتلی سندرغاړی مومن خان بېلتون د ۹۵ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

بېلتون چې په پښتو او دري ژبو يې سندرې ويلي د خپل عمر ډېره برخه يې موسيقۍ ته بېله کړې وه.

دی د کابل ولایت خاکجبار ولسوالۍ په چکري سيمه کې زېږېدلی و، خو د عمر ډېره برخه يې په لوګر ولایت کې تېره کړه، تر هغه چې ساه يې ورکړه.

بېلتون د لوګر سبک د موسيقۍ له مخکښانو بلل کېده او پخپله يې هم ښکلی رباب غږاوه.

ده د افغانستان په ملي راډيو تلوېزيون کې ډېرې سندرې ويلي او د کابل راډيو د خپرونو له پيله يې له دې راډيو سره همکاري لرله.

له مومن خان بېلتون نه پنځه لوڼې او دوه زامن پاتې دي.

بېلتون په وروستيو کلونو کې د عمر له ډېروالي او کمزورتيا رنځېده او ډېر وخت د ناروغۍ پر بستر پروت و.

ورته مطالب