اعتراض کوونکو سره د خبرو لپاره بغلان ته پلاوی تللی

Image caption د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه مسافر چې دغلته ايسار پاتې دي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي

د افغانستان په شمال ختيځ کې د بغلان د یو شمېر اوسېدونکو د اعتراض د ارزونې لپاره یو دولتي پلاوی دغه ولایت ته تللی دی.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د دې لپاره احتجاج کړی چې د ولايت مرکز دې له پلخمري بېرته مرکزي بغلان ته ولېږدول شي.

دوی د کندوز - بغلان لويه لار له تېرو پنځو ورځو راهيسې د ترافيکو پر مخ تړلې او پر دغې لويې لارې يې خيمې درولې دي.

د وحیدالله سباوون په مشرۍ یو پلاوی بغلان ته تللی او له ځايي مشرانو سره يې خبرې کړې دي.

یوه احتجاج کوونکي حاجي محمد بي بي سي ته وویل، دواړو لورو هوکړه کړې چې د بغلان پوهنتون به بېرته خپل پخواني ځای ته لېږدول کېږي او د ولایت پر لېږدولو به هم خبرې کېږي.

خو له کابله ورغلي پلاوي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مرکزي بغلان اوسېدونکي وايي د ولايت مرکز د جهاد پر مهال د لنډې مودې لپاره پلخمري ته ولېږدول شو او د مخکني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ورسره ژمنه وشوه، چې د ولايت مرکز به بېرته مرکزي بغلان ته لېږدوي.

دوی وايي که څه هم مخکني حکومت دا پرېکړه کړې، خو تر اوسه عملي شوې نه ده.

د بي بي سي خبريالان چې دغه اعتراض له نژدې ورغلي وايي، د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه مسافر چې دغلته ايسار پاتې دي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د پاکو اوبو او کافي خوړو نشتوالی هغه ستونزې دي چې د لارې مسافر ورسره لاس او ګرېوان دي.

اعتراض کوونکي وايي تر هغو يې چې غوښتنه و نه منل شي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

ورته مطالب