په افغانستان کې د ښځینه بدني ښکلا فکر پر بدلېدو دی

Image caption په کابل کې یو ‌ډیر شمېر مېرمنې په کلپونو کې د ښکلا په هیله ځان ستړی کوي.

په افغانستان کې د ښځینه بدني ښکلا په اړه فکر ورو ورو پر بدلېدو دی. پخوا چې به یوازې د نارینه و سره د بدني ښکلا فکر و، اوس ډېری ښاري ښځې هم غواړي هغسې بدنونه ولري چې په نړۍ کې دا مهال ښکلي ګڼل کېږي.

زموږ همکاره نجما ځلا چې د کابل ځینې کلپونو ته ورغلې وايي، د نجونو لېوالتیا دومره ډېره ده چې ان د هلکانو په کلپونو کې ورزش کوي.

په کابل کې یو ‌ډیر شمېر مېرمنې په کلپونو کې د ښکلا په هیله ځان ستړی کوي.

یوه پکې اوږۍ ده. اوږۍ په اونۍ کې پینځه ورځې دلته ورزش کوي. هره ورځ دوه ساعته پرله پسې تمرین. په یوه کال کې یې شپږ کیلو وزن بایللی:

''ورزش د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري، چې مخکینیو تجربو هم دا ښودلې ده. زه هم غواړم یو مناسب اندام ولرم او خپل وزن کم کړم، ورزش زما د صحت لپاره ګټور تمامېږي او ورځ تر بلې ښه کېږم او په منظم ډول راځم تمرین کوم.''

اوس ډېری ښاري ښځې او نجونې د اندام ښکلا په ډنګروالي کې ویني، نه په چاغوالي کې. خو دغو کلپونو ته هغه ښځې هم راځي چې غواړي خپل کم وزن پوره کړي.

پروین چې د کابل ښار په یوه کلپ کې روزونکې وایي ورځ تر بلې دغه څه ته د ښځو لېوالتیا په ډېرېدو ده.

''کله چې ما دغه ښځینه کلپ جوړ کړ، فکر مې وکړه چې رښتیا هم څوک نه راځي، خو وروسته یې شمېر دومره ډېر شو، چې آن له یوې کورنۍ پنځه او شپږ کسان هم راځي. همدا وو چې ما هم پراخه کړ.''

Image caption ورځ تر بلې دغه څه ته د ښځو لېوالتیا په ډېرېدو ده.

خو په دې برخه کې ورته شته امکانات دومره کم دي چې ځينې نجونې خو آن د هلکانو کلبونو ته په ورتګ مجبورېږي.

شاهده هغه میرمن ده چې له یو شمیر نورو میرمنو سره په چهلستون سیمه کې د هلکانو د ''فرې فایټ'' یا ازادې مبارزې کلپ ته ورته په بېل شوي وخت کې د فیټنس لپاره ورځي.

''هره ورځ دلته راځو او وزرش کوو، غواړم خپل وزن کم کړم. ډېرې مېرمنې چې دلته راځي ستونزه یې د وزن ډیروالی دی، موږ هم هڅه کوو چې د وزن کمولو چل وروښیو.''

خو د ښکلا پر وړاندې دا ستونزې هېڅ ښکاري.

Image caption د ښځو د بدني ښکلا او تناسب په اړه یوه نړيواله همغږي پيدا شوې. نو ښايي افغانې ښځې هم غواړي له هماغه معیار سره ځانونه برابر کړي.

د ښځو د بدني ښکلا او تناسب په اړه یوه نړيواله همغږي پيدا شوې. نو ښايي افغانې ښځې هم غواړي له هماغه معیار سره ځانونه برابر کړي. دا هغه هڅه دي چې ډېرو ته له ښکلا سره د روغتيا ضمانت هم کوي.