وسلوالو په زابل کې ۸ يرغمل شوي کسان خوشي کړي

د انځور حقوق Ahmadi Wafa
Image caption ويل کېږي، خوشي شوي کسان اوس د غزني ځايي چارواکو ته سپارل شوي دي

د افغانستان ملي امنيت او د غزني ولايت ځايي چارواکي وايي، اته ملکي وګړي چې د حکومت وسلوالو مخالفينو يرغمل کړي وو، خوشي شوي دي.

په خوشي شويو کسانو کې پنځه نارينه، دوه ښځې او يو ماشوم دي چې پنځه کسان يې د هغو ۳۱ کسانو له ډلې دي چې په تېر کب/حوت مياشت کې وسلوالو د کابل-کندهار پر لويه لار يرغمل کړي وو.

د خوشي شويو کسانو په اړه لا هم ناڅرګندتيا موجوده ده.

د افغانستان ملي امنيت ادعا کوي چې دغه کسان د دغې ادارې په همکارۍ خوشي شوي، خو د جاغوري ولسوال ظفر شريف وايي دغه کسان مخکې د اسلامي دولت ډلې (داعش) سره په زابل کې زنداني وو.

دی وايي په زابل کې د طالبانو د خپلمنځي جګړې په پایله کې چې له يوې ډلې يې داعش ننګه کوله دغه کسان د طالبانو ولکې ته ورغلي او طالبانو بيا دوی د جاغوري ولسوالۍ مخورو ته سپارلي دي.

ويل کېږي، خوشي شوي کسان اوس د غزني ځايي چارواکو ته سپارل شوي دي.

د انځور حقوق Ahmadi Wafa
Image caption د دغو ۳۱ کسانو له ډلې ۱۹ يې د غويي/ ثور په وروستيو کې ازاد شول

۳۱ کسان چې لويه برخه يې هزاره دي د کب مياشتې په څلورمه هغه مهال په زابل کې وسلوالو له موټرو ښکته کړل چې له هرات نه کابل ته روان وو.

د دغو ۳۱ کسانو له ډلې ۱۹ يې د غويي/ ثور په وروستيو کې ازاد شول.

له دې وروسته وسلوالو کسانو څلور ملکي وګړي د غزني له ګيلان ولسوالۍ نه يرغمل کړل.

دوه ورځې وړاندې د دغو يرغمل شويو له ډلې د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د اوو کسانو سرونه غوڅ شول.

مدني فعالين او يو شمېر هزاره وګړو پرېکړه کړې د دغو کسانو جسدونه چې سرونه ترې بيل شوي پلازمېنې کابل ته ولېږدوي او اعتراض وکړي.

ورته مطالب