د ارګ مخې ته د معترضانو لاریون نیمه شپه پای ته ورسېد

Image caption ښاغلي غني په خپلو خبرو کې په افغانانو غږ وکړ چې خپل احساسات دې کابو کړي.

په پلازمېنه کابل کې سلګونو تنو اعتراض کوونکو تېره نیمه شپه خپل احتجاج پای ته ورساوه، دوی د هغو اوو تنو هزارګانو چې په زابل کې 'اسلامي دولت' ډلې یرغمل کړي او د یکشنبې په ورځ یې مرۍ ترې پرې کړې وې، د خلاصون په برخه کې د حکومت په ناغېړۍ او د هغو د وژنې پر ضد اعتراض کاوه.

پرون سهار زرګونه کسان چې د وژل شوو مړي یې لېږدول ارګ ته ورسېدل، دا مړي د سې شبنې په شپه له زابله غزني ته لېږدول شوي وو.

پنځه لاریونیان هغه مهال ژوبل شول چې پولیسو یې د ځينو د خورولو پرضد چې غوښتل یې ارګ ته ننوځي هوایي ډزې وکړې.

له دې سره سره لاریونیان په دې بریالي شول چې د ارګ د یوه وره له لارې ور ننوځي او بیګاه سړه شپه یې له وژل شوو یرغملانو سره تېره کړه چې سرونه یې پرې شوي.

د ورځې په پای کې د دوی د سلګونو لاریونیانو یو پلاوی د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ور وغوښتل شو او د خبرو اترو او وړاندیزونو زمینه ورته برابره شوه. د ولسمشر او حکومت د کابینې د ځينو غړو د خبرو اترو دا بهیر په ژوندۍ بڼه له ملي تلویزیونه خپور شو.

ولسمشر غني د وژل شوو له خپلوانو سره غمرازي وښوده او ویې ویل، د وژل شوو غچ به اخلي او هره ډله چې د دغو وژنو پړه وي، حکومت به یې په نښه کوي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې افغانان باید د بې اتفاقۍ ښکار نه شي او ده په وینا د دښمنانو موخه داده چې نفاق رامنځ ته کړي.

د ولسمشر وینا

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د نني لاریون په اړه خپله وینا کې ویلي "موږ هوډمن یو چې د خپلو هېوادوالو د وژنې بدل واخلو"

د ولسمشر غني وینا د افغانستان له ملي ټلویزیونه په ژوندۍ بڼه خپره شوه.

ښاغلي غني وویل، په خپله د دغې پېښې جزیات څاري او د نیول شویو کسانو د ازادولو لپاره د عملیاتو په ترڅ کې تر ۹۰ زیات اورپکي وژل شوي دي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې په افغانانو غږ وکړ چې خپل احساسات دې کابو کړي.

د کابل ننی لاریون

Image caption په لاریون کې د مدني ټولنې ځینو فعالانو او د ولسي جرګې ځینو غړي هم ګډون درلود.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ''ارګ'' مخې د هېواد د ناامنیو او په زابل کې د اوو هزاره توکمو دمریو غوڅېدو په اعتراض کې ستر لاریون وشو، چې زرګونو کسانو ګډون پکې کړی و.

لاریونیانو د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د ناوړه پېښو رامنځ ته کېدو په غبرګون کې هم چیغې وهلې.

لاریونیانو له ځانونو سره د هغو کسانو تابوتونه هم لېږدول، چې د افغانستان په سوېلي زابل ولایت کې یې ''اسلامي دولت'' ډلې ته ظاهراً د وفادارو ازبک جنګیالیو له خوا مرۍ پرې شوې وې.

تېر کال لسګونه هزاره توکمي تښتول شوي وو، چې ځینې یې له افغان حکومت سره د بهرنیو جنګیالیو د کورنیو د بندي غړو په تبادله کې خوشي شول.

اته کسان د طالبانو د دوو ډلو او بهرنیو جنګیالیو د شخړې په پایله کې خوشي شول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption لاریونیانو له ځانونو سره د هغو کسانو تابوتونه هم لېږدول، چې د افغانستان په سوېلي زابل ولایت کې یې ''اسلامي دولت'' ډلې ته ظاهراً د وفادارو ازبک جنګیالیو له خوا مرۍ پرې شوې وې.

د زابل ځايي چارواکو د تېرې یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ''اسلامي دولت'' اړوندو جنګیالیو د اوو یرغمل شویو هزاره توکمو مرۍ پرې کړې دي.

دغو سیمه ییزو سرچینو ویلي وو، چې د ''اسلامي دولت'' اړوندو ازبکستاني جنګیالیو د دغو کسانو مرۍ پرې کړې وې، خو تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې د دغو کسانو د وژل کېدو په اړه جزییات نه دي په ډاګه کړي.

لاریونیانو د وژل شویو کسانو مړي تېره شپه له غزني نه کابل ته ولېږدول، او بیا یې د چارشنبې په ګهیځ د کابل له لوېدیځ میرویس میدان او دشت ارچي نه لوی لاریون پیل کړ او د وژل شویو مړي یې تر پښتونستان واټ او بیا د ولسمشرۍ ماڼۍ تر دروازې پورې ورسول.

په لاریون کې د مدني ټولنې ځینو فعالانو او د ولسي جرګې ځینو غړي هم ګډون درلود.

لاریونیانو له ځانونو سره د حکومت ضد شعارونه ورکول او د افغان مشرانو استعفا یې غوښته.

په دغه لاریون کې د هزاره توکمو ترڅنګ، تاجکانو او پښتنو هم برخه لرله.

لاریونیانو له حکومته وغوښتل، چې د وژل شویو مړي دې کابل کې پر یوې تپې خاورو ته وسپارل شي او د هغوی د مریو پرې کېدل د افغانستان په تاریخ کې د یوې ناوړې پېښې په توګه ثبت شي.

ولسي جرګه

بل خوا، د افغانستان ولسي جرګې له حکومته وغوښتل چې په زابل او ننګرهار ولایتونو کې د وسله والو له خوا د بې ګناه ملکي وګړو د وژلو په اړه خلکو ته ځواب ووايي.

ولسي جرګې نن عمومي غونډه همدې موضوع ته ځانګړې کړې وه. جرګې له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل مسؤولیت ترسره کړي.

استازو پخپلو خبرو کي وویل چې د ولسي جرګې استازي په پام کی لري د ملي شورا د دواړو جرګو ګډه غونډه جوړه کړي او ولسمشر په هیواد کي د ناامنیو د ډېرېدو په اړه ځواب ویلو ته راوغواړي.

د جرګې استازو دا هم وویل، له څو میاشتو راهیسي ولسي جرګې له حکومته د یرغمل شوو مسافرو د خوشي کولو په اړه د ګام اخیستلو غوښتنه کوله خو حکومت په دې برخه کې هېڅ کوم کار و نه کړ.

د انځور حقوق epa
Image caption لاریون کې زرګونو کسانو ګډون کړی و.

ورته مطالب