افغانستان: په تېرو لسو مياشتو کې ۲۲ يرغمل شوي کسان وژل شوي

Image caption تېر کال کب مياشت کې د هرات کابل پر لويه لار ۳۱ مسافر يرغمل شوي وو

په تېرو لسو مياشتو کې د افغانستان جنوب غزني او زابل ولايتونو کې د تښتونې اته پېښې ثبت شوې دي.

په دغو پېښو کې ۸۳ کسان تښتول شوي وو چې ۵۶ يې بېرته خوشي شوي، ۲۲ وژل شوي او پاتې پنځه تر اوسه لا درکه دي.

تېر کال کب مياشت کې د هرات کابل پر لويه لار ۳۱ مسافر يرغمل شوي وو. دا په غزني او زابل ولايتونو کې د تښتونو د لړۍ پيل و.

له دغو تښتول شويو کسانو ۱۹ يې خوشي شول او د ۱۲ تنو نور راتلونکی نامعلوم پاتې شو.

څه موده وروسته يې له ۱۲ تنو ۵ ازاد شول. خوشي شويو کسانو د خپلو ۵ ملګرو بنديانو د وژل کېدو خبر ور کړ، خو ځايي سرچينې وايي پاتې ۷ کسان د اسلامی دولت ډلې له خوا وژل شوي دي.

تېره اوونۍ ځايي چارواکو اعلان کړه چې اسلامي دولت ډلې د دوو ښځينو او يوې ماشومې په ګډون د اووه تنه تښتول شويو کسانو سرونه غوڅ ګړي دي.

ځايي سرچينې وايي دغه کسان يوه نيمه مياشت وړاندې د زابل ولايت ګيلان ولسوالۍ کې تښتول شوي وو.

د دغو کسانو د وژل کېدو له کبله په لوی شمېر خلک کابل کې لارو کوڅو ته راوتلې وو او يو لوی لاريون يې تر سره کړی و.

همدا ډول د وري مياشتې پر ۲۸ نېټه د غزني ځايي چارواکو وویل چې طالبانو څلور ولسي وګړي چې د دې اوونۍ په پيل کې يرغمل کړي وو وژلي دي.

د انځور حقوق Ahmad wafa

د غزني ځايي چارواکو د زمري پر ۲۰ نېټه اعلان کړه، څلور ولسي وګړي چې درې ورځې وړاندې وسله والو تښتولي وو وژلي دي.

د غويي مياشتې پر ۱۹ نېټه هم وسله والو د دو ښځينو او يوه ماشوم په ګډون څلور ولسي وګړي د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې تښتولي وو.

له دغو څلورو کسانو درې يې خوشي شول خو پاتې بل کس تراوسه لا درکه دی.

د روان کال د اسد پر ۲۱ نېټه د غزني ځايي چارواکو د قرباغ دښته کې د وسله والو له خوا د ۱۲ ولسي وګړو د تښتولو خبر ورکړ.

دوی وايي ځينې له دغو کسانو خوشي شول خو د پاتې کسانو راتلونکی روښانه نه دی.

د اسد پر ۲۳ نېټه د غزني چارواکو اعلان کړه چې وسله والو په جاغوري ولسوالۍ کې ۹ مسافر تښتولي. دغه کسان بيا وروسته ازاد شول.

د عقرب پر ۹ نېټه د زابل ولايت ځايي چارواکو وويل ۱۲ تنه چې د وسله والو له خوا تښتول شوي وو ازادل شول، چې په دوی کې پنځه ښځينه هم شاملې وې.