''د ننګرهار پوهنتون لسګونه محصلين نيول شوي دي''

د انځور حقوق f
Image caption عطاء الله خوګياڼی وايي دغه محصلين د سويلي ولايتونو، لغمان، لوګر، ميدان وردګ او يو شمېر نورو ولايتونو دي

د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې ځایي چارواکو تایید کړې چې امنیتي ځواکونو د ننګرهار پوهنتون لسګونه محصلين نیولي دي.

دغو کسانو کابو ۱۰ورځې وړاندې د طالبانو او داعش ډلې د بیرغ په پورته کولو سره د حکومت پر ضد لاریون کړی وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي بی بی سی ته وویل، لسګونه محصلین يې تېره شپه د عملیاتو په لړ کې نيولي او د تښتېدلو محصلینو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.

که څه هم ده کره شمېره ور نه کړه، خو د ننګرهار يو شمېر امنيتي چارواکو رسنيو سره په خبرو کې د نيول شويو محصلينو شمېر ۲۷ ښوولی دی.

لاریون کوونکو د طالبانو او داعش ډلې د بیرغ پورته کولو او د حکومت ضد شعار ورکولو دلایل اداري فساد او د ننګرهار پوهنتون په لیلیه کې د محصلینو ستونزو ته نه پاملرنه یاده کړې وه.

د محصلینو دې کار افغانستان کې د خلکو کلک غبرګون راوپاراوه او ډېرو د هغوی د نیول کېدو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار ولایت ویاند وایي، ځېنې نیول شوي محصلین له مخالفینو سره لاس لري.

عطاء الله خوګياڼی وايي دغه محصلين د سويلي ولايتونو، لغمان، لوګر، ميدان وردګ او يو شمېر نورو ولايتونو دي.

ده وويل د دغو کسانو د نيولو امر د مرکزي حکومت او ځايي ادارې له لوري شوی دی.

ننګرهار د افغانستان په ختيځ کې د ناامنو ولايتونو په کتار کې دی او له طالبانو پرته د اسلامي دولت ډلې داعش فعاليتونه هم په کې پراخ شوي دي.

ورته مطالب