'پر راتلونکې د افغانانو خوشبیني کمه شوې ده'

د انځور حقوق epa

د "آسیا بنسټ" د یوې نظرپوښتنې پربنسټ، په تېرو لسو کلونو کې افغانستان کې د راتلونکي په اړه د خلکو خوشبیني ډېره کمه شوې ده. د سروې له مخې، ناامنۍ، د بې کارۍ کچې لوړېدل او فساد د افغانانو د نهیلۍ اصلي لامونه ښوول شوي.

د "آسیا بنسټ [اېشیا فاونډېشن] چې دغه نظرپوښتنه یې ترسره کړې، ویلي په سلو کې یوازې ۳۶ پوښتل شویو ویلي، چې هېواد یې پر سم لوري روان دی.

د سروې له مخې، د ملي یووالي حکومت له جوړېدو د یوه کال په تېرېدو پر افغان امنیتي ځواکونو د خلکو باور ډېر شوی، خو په هېواد کې د افغانانو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ ناامنیو جوړ کړی دی.

ددغه بنسټ مشر عبدالله احمدزي کابل کې وویل، دغه سروې له تېرو ټاکنو وروسته د افغانستان په تړاو یو کلي انځور ورکولی شي.

په دې سروې کې د "اسلامي دولت" ډلې راڅرګندېدل د افغانستان لپاره یو لوی ګواښ ګڼل شوی دی.

له هرو څلورو پوښتل شویو کسانو درو یې ویلي چې د "اسلامي دولت" په اړه یې اورېدلي او له نیمايي ډېرو پوښتل شویو ویلي، چې دغه ډله د افغانستان لپاره یو ګواښ دی.

پردې ټولو سربېره پر افغان امنیتي ځواکونو د افغانانو باور ډېر شوی، او له پوښتل شویو څه باندې اتیا سلنې خلکو ویلي چې د افغان ځواکونو ملاتړ باید وشي.

په دې سروې کې بل مهم ټکی دا دی چې له اورپکو سره د سولې د خبرو لپاره د خلکو هیلې لس سلنه کمې شوې دي.

د حکومتي ادارو له کړنو د خلکو د ناخوښۍ کچه هم د تېر کال په پرتله شل سلنه ډېره شوې ده.

څه باندې ۷۵ سلنه پوښتل شویو ویلي، دولت په ښه توګه کار نه کوي.

له پوښتل شویو ۹۰ سلنې خلکو فساد د هرې ورځې د ستونزې په توګه یاد کړی چې په وینا یې د ولسمشرۍ تېرې لانجمنې ټاکنې او پکې د ټاکنیزو بنسټونو رول پر دغو بنسټونو د خلکو د باور د کمېدو لامل شوی.

د انځور حقوق BBCPersian.com
Image caption په سروې کې پر راتلونکي د نهیلۍ یو لامل بې کاري ښوول شوې ده

دغه سرویې د روان کال د جون له ۱۱ تر ۲۸ پورې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې، چې څه باندې نهه نیم زره کسان پکې پوښتل شوي دي.

په تېر مارچ کې د 'دیموکراسي انټرنېشنل' په نوم مرکز یوه سروې خپره کړې وه او افغانستان یې پر سم لوري روان بللی و.

ورته مطالب