د بدخشان "يمګان ولسوالۍ" د طالبانو لاس ته لوېدلې

Image caption بدخشان يو له هغو ولايتونو دی چې په تېرو څو مياشتو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ شخړې په کې ډېرې تر سترګو کېږي

د افغانستان شمال ختيځ کې د بدخشان ولايتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري وايي، يمګان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

دی وايي افغان ځواکونو د دې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات پیل کړي دي.

د ښاغلي نظري په وينا د يمګان ولسوالۍ د بېرته نيولو عملياتو هوايي بريدونه کې يو شمېر بهرني جنګيالي هم وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي دا خبر تاييد کړي دی. خو نورو ټولو ځايي چارواکو په دې اړه له خبرې کولو ډډه کړې ده.

وسله والو طالبانو تېره ورڅ ادعا کړې وه چې يمګان ولسوالۍ يې نيولې ده. ځايي اوسېدونکو هم د بي بي سي خبريال ته د دې ولسوالۍ د سقوط خبر تاييد کړی دی.

بل خوا تېره ورځ د افغانستان د دفاع وزارت د دې ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړی و.

يمګان ولسوالۍ له دې وړاندې هم دوه ځله د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وه. دغه ولسوالۍ چې څلوېښت کلي او ۳۵ زره اوسېدونکي لری د بدخشان ولايت څخه ۱۶۰ کيلومتره ليرې پرته ده.

د افغانستان شمال ختيځ کې بدخشان يو له هغو ولايتونو دی چې په تېرو څو مياشتو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ شخړې په کې ډېرې تر سترګو کېږي.

ورته مطالب