زابل کې د ماین چاودنې له کبله دوې مېرمنې او یو هلک وژل شوي دي

د انځور حقوق d
Image caption پېښه کې اته نور کسان، چې ښځې او ماشومان دي ټپیان شوي دي.

زابل ولایت کې ځايي چارواکي وايي د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله دوې مېرمنې او یو هلک وژل شوي دي.

چارواکي وايي پېښه د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د زابل والي ویاند اسلام ګل سیال وايي د ملکي کسانو یو تراکتور چې کډه پکې بار وه نن پنجشنبه د ورځې نژدې ۱۲ بجې په لویه لار کې پر خښ کړل شوي ماین وربرابر شو، چې د چاودنې له کبله یې دغه مرګژوبله واوښته.

پېښه کې اته نور کسان، چې ښځې او ماشومان دي ټپیان شوي دي.

د سیال په خبره دغه کسان له مرکز کلات نه شینکۍ ولسوالي ته پر لاره وو، چې د پېښې ښکار شول.

د والي ویاند په وینا ماین د حکومت د وسله والو مخالفانو له لوري ځای پر ځای شوی و، خو وسله وال طالبان دغه ډول تورونه تل ردوي.