فاریاب کې پنځه کاله وروسته د پولیو یا ګوزڼ پېښه ثبت شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان شمال کې له پنځو کلونو راهیسې د ګوزڼ کومه پېښه نه ده ثبت شوې

فاریاب ولایت کې چارواکي وايي پنځه کاله وروسته یې د ماشومانو ګوزن یا پولیو یوه پېشه ثبت کړې.

د افغانستان په شمال کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ګوزڼ کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د فاریاب عامې روغتیا مشر عبدالمعروف ثمر په خبره دغه ماشوم، چې ګوزڼ وهلی دوه نیم کلن دی او د یاد ولایت د قیصار ولسوالۍ زعفران کلي اوسېدونکی دی.

نوموړی وايي د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې له امنیتي ستونزو سره هم د تېرو کلونو مودې کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شوي دي.

ښاغلی ثمر وايي نوموړی ناروغ ماشوم کډوال دی، چې دا وروستیو کې له کورنۍ سره هېواد ته ستون شوی دی.

هغه وايي له سبا یکشنبې وروسته به فاریاب کې د پولیو ضد واکسین لړۍ پیل شي او وايي سیمه ییزو ښوونځیو کې به رخصتي اعلان شي.

د فاریاب عامې روغتیا مشر وايي ټول سیمه ییز مشران، مخور او دیني عالمان به هم ماشومانو د پولیو ضد واکسین ورکړې کې مرسته وکړي.

افغانستان، پاکستان او نایجریا د نړۍ درې هېوادونه دي، چې لا هم پکې د ماشومان ګوزڼ ناروغي موجوده ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي د ۲۰۱۵ کال له پیله راهیسې دغه هېواد کې د ګوزڼ اووه پېښې ثبت شوې دي.

د چارواکو په وینا دغه پېښو نه یوه هلمند کې، څلور په فراه یوه هرات کې او یوه پېښه هم ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي.