قطر کې د طالبانو سياسي دفتر لپاره نوی مشر ټاکل شوی

د انځور حقوق AP
Image caption دغه دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د لومړي ځل لپاره پرانيستل شوی و، چې د طالبانو د بيراغ پورته کېدو له کبله يې افغان دولت مخالفت وکړ

افغان طالبانو په قطر کې د خپل سياسي دفتر لپاره نوی مشر، شير محمد عباس ستانکزی ټاکلی دی. چې دا يو ځل بيا د طالبانو او افغان دولت تر منځ د سولې خبرو د پيل څرګندونه کوي.

د طالبانو له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د دې ډلې نوي مشر ملا اختر محمد منصور د قطر سياسي دفتر لپاره مشر شير محمد عباس ټاکلی دی.

له دې وړاندې ملا اختر محمد منصور، شير محمد عباس ستانکزی د دې دفتر لنډ مهالی مشر ټاکلی و.

د افغان طالبانو د مشر له خوا په قطر کې د سياسي دفتر د مشر د ټاکلو څخه ښکاري چې کېدای شي د دواړو غاړو تر منځ د سولې خبرې پيل شي.

د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ طالبانو له نورو څو ډلو سره چې له دوی سره يې مخالفت درلود، جګړې کړې دي.

وړاندې د پاکستان پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه ويلي وو، چې په افغانستان کې د سولې خبرې د کابل له خوا د معلوماتو افشا کېدو له امله بندې شوې دي.

دا لومړی ځل و چې پاکستان د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې لومړی په چين او بيا مري کې ترسره کړې.

پاکستاني چارواکي وايي افغان حکومت د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړينې خبر افشا کړی و، چې له امله يې د سولې خبرې وځنډېدلې.

روان کال اګست مياشت په قطر کې د طالبانو دفتر پخواني مشر د ملا محمد عمر تر مړينې وروسته د نوي مشر د ټاکل کېدو پر طريقه نيوکه کړې وه او له خپلې دندې يې استعفا ورکړې وه.

ده هغه مهال ويلي وو، "چې له هېواده بهر د بهرنيو له خوا د مشر ټاکل تاريخي غلطي ده او هر وخت له هېواده بېرون د مشر له ټاکلو خرابه پايله راوتلې ده."

کېدای شي په قطر کې د طالبانو دفتر د امريکا او افغانستان له هوکړې او مشورې وروسته بيا پرانيستل شي.

دغه دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د لومړي ځل لپاره پرانيستل شوی و، چې د طالبانو د بيراغ پورته کېدو له کبله يې افغان دولت مخالفت وکړ.

شير محمد عباس ستانکزي د روسانو پر وړاندې جګړه کې برخه لرله او له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې افغانستان کې د طالبانو د روغتيا وزير و.