ولسمشرۍ ماڼۍ: ملېشې ناامنۍ او ځورونې ډېروي

د افغانستان دولت تر اوسه د بې وسلې کولو عمومي پر پروګرام سلګونه میلیون ډالر لګولي دي
Image caption د افغانستان دولت تر اوسه د بې وسلې کولو عمومي پر پروګرام سلګونه میلیون ډالر لګولي دي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په هېواد کې له ملېشو جوړولو سره سخت مخالفت ښودلی دی.

له ارګه په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان دولت له دې کبله د ملېشو له ملاتړه ډډه کوي، چې د افغانستان خلک مخالفت ورسره لري.

د ولسمشرۍ دفتر ټینګار کوي، مخکېنیو تجربو وښوده، چې ملېشو په هېواد کې ناامنیو ډېرېدو، د خلکو ځورونې او د قانون د واکمنۍ کمزورې کولو که رغنده رول لوبولی دی او په اوږدمهال کې د ملېشو موجودیت ناامنۍ لا پسې ډېروي.

د ولسمشرۍ دفتر وایي، د هېواد امنیتي ځواکونه له ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره تل هڅه کوي چې په وروستیو کې د ختیځ ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د (اسلامي دولت) ډلې له ګواښ سره مخامخ شوی وو، چې پر وړاندې یې پوځي عملیات وکړل.

د ویناپاڼې په حواله، ملي اردو، پولیسو او د ملي امنیت سرتېرو دغه عملیات په بریا سره پای ته ورسول، چې د (اسلامي دولت) ډلې ګڼ غړي پکې ووژل شول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مخکینیو ملېشه مشرانو - چې وړاندې یې د ملېشو تقویه کول غوښتي وو- غواړي چې خپلې ملېشې له افغان امنیتي ځواکونو سره یوځای کېدو ته وهڅوي.

په ځینو ولایتونو کې د ناامنیو ډېروالي ځینې مخکیني جهادي مشران اندېښمن کړي وو، همدا وه چې د (اسلامي دولت) او طالبانو پروړاندې یې د ملېشو جوړولو هوډ کړی و.

په ولسي جرګې کې ددغې جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر په ډاګه وویل، چې نژدې درې میاشتې وړاندې ننګرهار ولایت ته د (اسلامي دولت) ډلې پر وړاندې د جګړې لپاره تللی و.

د هغه په وینا، له دغې ډلې سره د جګړې په لومړیو کرښو کې لاهم ددغه ملګري جنګېږي او د حکومت له خوا هېڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې، او خپل ټول امکانات پخپله چمتو کوي.

په تېرو څو اونیو کې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال داسې انځورونه خپاره شوي، چې پخپل کور کې د وسلو په منځ کې ناست دی.

د انځور حقوق social media
Image caption په تېرو څو اونیو کې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال داسې انځورونه خپاره شوي، چې پخپل کور کې د وسلو په منځ کې ناست دی.