۱۰۰ ښځې: د ریزه ګل د روغتیايي هڅو حیاتي ارزښت

Image caption په روغتیايي برخه کې د معیاري خدمتونو رسول لا په افغانستان کې لکه یو خوب داسې ښکاري

په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو یوه لویه برخه په روغتیايي رضاکارانو متکي ده. په دغه برخه کې ۲۸ زره ښځو او نارینه وو ته لومړنې زده کړې ورکړل شوې چې د ناروغ او روغتون ترمنځ لکه د پل داسې عمل وکړي.

دغه رضاکاران د کورنۍ په تنظیم او روغتیا کې هم مهم رول لري.

زموږ خبریاله نجما ځلا وایي چې دغو روغتیايي کارکوونکو تېر کال نژدې درې میلیونه ناروغان له لیدو وروسته روغتونونو ته استولې دي.

د مني سهار دی او دوه رضاکار روغتیايي کارکوونکي، ریزه ګل او امان د نن ورځې لپاره پلان جوړوي. د کابل کلکان ولسوالۍ په بوینه قره کلي کې شاوخوا ۱۰۰ کورنیو ته د روغتیایي خدمتونو رسولو مسولیت همدغو دوه کسو ته ورترغاړې دی.

له وقایې، تشخیص او د لومړنیو مرستو رسولو نیولې بیا د کورني تر تنظمیه یې د کار برخه ده.

دغه روغتیايي کارکونکي، چې چې ډیرې لومړنې زده کړې ورکړلې شوي ، د افغانستان په کلیو او بانډو کې نژدې ۱۸ میلیونه وکړو ته چې ډاکټر او روغتون ته لاسرسی نه لري روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

ریزه ګل هېڅکله ښوونځي ته نه ده تللې، خو د خپلو خلکو د خیر ښېګټې فکر ورسره دی. هغه د موف (MOVE) بنسټ له خوا چې په بوینه قره کلي کې د روغتیايي خدمتونو رسولو مسؤولیت لري د دې کار لپاره ګومارل شوې.

د خدای د رضا لپاره

ریزه ګل وايي: "کله چې راغلل او پوښتنه یې وکړه چې څوک په وړیا ډول دا کار کوي یواځې د خدای په رضا، معاش او بل هیڅ خبره او څه نشته. زه خاص د خدای د رضا لپاره حاضره شوم. ما ویل راځه د خدای لپاره دا کار هم کوم."

د افغانستان ۶۰ سلنه خاوره کلي او بانډې تشکیلوي او په لرې پرتو کلیو کې هرو ۲۰ زرو وګړو ته یواځې یو ډاکټر شتون لري. په ښارونو کې بیا د هرو ۱۸۰۰ کسانو لپاره یو ډاکټر رسېږي.

اوس د افغانستان روغتیايي نظام تر ډېره په دغو رضاکاره صحي کارکوونکو متکي دی. په ټول افغانستان کې ۲۸ زره صحي کارکوونکي روزل شوي چې نیمايي برخه یې ښځینه دي.

له کلیوالو سره په یوه ناسته کې دغه رضاکاران د زیږون ترمنځ د واټن په اړه غږېږي. روغتیايي رضاکارونو پروسږکال نژدې دوه میلیونه د میندواري ضد ګولۍ او کاندوم کلیوالو ته وېشلي دي.

امان چې پخوا ښوونکی و او د سولې بنسټونو ته یې هم کار کړي اوس یو روغتیايي رضاکاره کارکوونکی دی.

Image caption امان چې پخوا ښوونکی و او د سولې بنسټونو ته یې هم کار کړي اوس یو روغتیايي رضاکاره کارکوونکی دی.

هغه وايي: "موږ له ښار او بازاره لرې یو. نشو کولی زر ځان تر کلینیک یا ډاکټره ورسوو. زه او خاله کولی شو ناروغ ته بېړنۍ مرستې ورسوو او ویې ژغورو او ان شاء الله چې ژغورلي مو هم دي او په راتلونکي کې هم دا کار کوو. او خپلو ناروغانو او په ځانګړې ډول خپلو هېوادوالو ته خدمت کوو ".

افغانستان اوس هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د مور او ماشوم مړینې کچه پکې لوړه ده. په روغتیايي برخه کې د معیاري خدمتونو رسول لا په دغه هېواد کې لکه یو خوب داسې ښکاري. خو د هغو خلکو لپاره چې له روغتیايي مرکز نه څو کیلومتره واټن لري. د ریزه ګل او امان کار ډېر حیاتي ارزښت لري.