۱۰۰ ښځې: راتلونکو اولمپیک سیالیو ته د افغان نجونو چمتووالی

تهمینه کوهستاني
Image caption تهمینه د کابل په یوه سرپټي لوبغالي کې سخت تمرینونه کوي په دې پار چې ګوندې په راتلونکو نړیوالو اولمپیک سیالیو کې د ځغاستې اتله شي.

تهمینه کوهستاني چې وړاندې تر دې یې د افغانستان په استازیتوب په اولمپیک سیالیو کې ګډون کړی و، اوس یو ځل بیا راتلونکو اولمپیک سیالیو ته چمتووالی نیسي.

تهمینه چې د هېواد په کچه دویمه ځغاستونکې ده، وایي که دا ځل د اولمپیک سیالو لپاره غوره شي له تیرو تجربو به ګټه واخلي او لومړي کتار ته به ځان ورسوي.

راتلونکې اولمپیک سیالۍ د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په اګست میاشت کې په برازیل کې ترسره کېږي.

په کابل کې زموږ همکارې زمزمې نیازۍ د بي بي سي سلو مېرمنو سره د مرکو په لړ کې له تهمینې سره خبرې کړي او دا رپوټ یې پرې چمتو کړی دی.

تهمینه د کابل په یوه سرپټي لوبغالي کې سخت تمرینونه کوي په دې پار چې ګوندې په راتلونکو نړیوالو اولمپیک سیالیو کې د ځغاستې اتله شي.

وایي اسانتیاوې کمې دي د ځغاستې لپاره معیاري ځای نه لري خو په لوړ هوډ لګیا ده.

نوموړې ۱۳ کاله کیږي ورزش کوي پیل یې له باسکټباله کړی و خو دا چې ولې یې له دې برخې ځغاستې ته راودانګل کیسه راته کوي:

Image caption تهمینه وایي کورنۍ یې هڅولې چې په دې برخه کې مخته لاړه شي خو د ټولنې چلند ورسره توپیري و، په افغان ټولنه کې لکه چې تهمينه فکر کوي، نجونې داسې ګڼي چې ګواکې څوک ورته په ښه سترګه نه ګوري

''د ځان غوښتنې حس مې لامل شو چې د ځغاستې لوبغاړې شم کله چې د باسکیټبال لوبډله کې وم نه مې غوښتل د اتلولې امتیاز د ټولو په نوم شي نو ویل مې داسې لوبه باید وکړم چې زه یواځې اوسم''.

تهمینه وایي کورنۍ یې هڅولې چې په دې برخه کې مخته لاړه شي خو د ټولنې چلند ورسره توپیري و، په افغان ټولنه کې لکه چې تهمينه فکر کوي، نجونې داسې ګڼي چې ګواکې څوک ورته په ښه سترګه نه ګوري:

''کورنۍ مې لکه پلار مور وروڼه خویندې مې ټول له اوله له ما سره همغږي دي. خو د ټولنې چلند توپیر درلود ځینو د نجونو ورزش منلی او ځینې نور یې بیا نه مني مخالفت کوي''.

Image caption په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې تهمینه یوازینۍ افغانه لوبغاړې وه چې د اولمپیک په نړیوالو سیالیو کې ولوبېده.

اټکل کېږي دوه نورې نجونې هم له تهمینې سره راتلونکو اولمپیک سیالیو ته نوماندې شي خو دا وایي که بخت ورسره ملګری شي او یو ځل بیا د افغانستان په استازولۍ ولوبیږي د ۲۰۱۲ کال اولمپیک سیالۍ چې بې ګټې ترې کورته ستنه شوې وه جبران کړي:

''چټک تمرینونه مې پیل کړی دي د راتلونکو سیالیو لپاره که له مانه غوره په افغانستان کې پیدا شي چې د افغانستان استازې شي خوشحاله به یم، خو که بیا هم زه وټاکل شم هڅه کوم چې مخکې کتار کې راشم''.

په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې روبینا مقیار د افغانستان په استازولۍ په اولمپیک سیالیو کې لوبېدلې وه او

په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې تهمینه یوازینۍ افغانه لوبغاړې وه چې د اولمپیک په نړیوالو سیالیو کې ولوبېده. هغه وخت دا وروستۍ شمیره لوبغاړې شوه، خو ګډون یې هم دافغانانو لپاره یو بری و اوس یې د ۲۰۱۶ کال سیالیو ته چې په برازیل کې دي، هیلې شته چې ډکې منګولې به را ستنېږي.