بریتانیا زلزله کې له اغېزمنو شویو افغانانو سره مرسته کوي

د انځور حقوق af
Image caption د تېر اکتوبر زوروې زلزلې افغانستان کې تر اوو زرو ډېر کورونه بشپړ ویجاړ کړل

بریتانیا په افغانستان کې یوه میاشت وړاندې په زلزله کې له اوو زرو اغېزمنو شویو کورنیو سره د مرستو ځانګړې ټولګه د افغانستان دولت ته سپارلې ده.

دغه مرستې د افغانستان د دولت په غوښتنې ترسره شوې دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه پروګرام د اعلان پرمهال، چې له ملي تلوېزیون نه په ژوندۍ بڼه خپرېده او کابل کې د بریتانیا سفیر یې ترڅنګ ناست و، وویل دا مرستې به د ملي پیوستون د شوراګانو له لارې تر اغېزمنو شویو پورې ورسېږي:

''څه موده وړاندې یوې حیرانوونکې زلزلې افغانستان ولړزاوه، برمک صیب د خطرونو او لړزې د کچې معلومولو ارزونه وکړه. په دې اساس موږ ته معلومه شوه چې اووه زره او سل کورونه بشپړ ویجاړ شوي او اړتیا ده چې د خپلو هېوادوالو د ژوند جوړولو لپاره بېړني ګامونه واخیستل شي، د خوښۍ ځای دی چې ښاغلي کامیرون له زلزلې ځپل شویو سره مرستې ته یوه اندازه بودیجه ځانګړې کړې ده، نن موږ دې پایلې ته ورسېدو چې له دغو اوو زرو او سلو کورنیو سره، چې کورونه یې بشپړ ویجاړ شوي، د ۶۰ زرو او ۱۰۰ زرو ترمنځ افغانۍ مرسته وکړو. ددغو مرستو رسول به د ملي پیوستون د شوراګانو له لارې ترسره شي، له پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت د وزارت تر څارنې لاندې د کلیو د پراختیا وزارت کاري ټیمونه د مرستې رسولو لپاره دقیقه ارزونه کوي.''

د تېر اکتوبر په وروستیو کې، یوې ډېرې زورورې زلزلې افغانستان، پاکستان او ځینې نور ورڅېرمه هېوادونه ولړزول.

لومړی د دغې زلزلې شدت د رېکټر په کچه ۷.۷ ښوول شوی و خو وروسته له بیا ارزولو وروسته ۷.۵ وښوول شو.

په ټوله نړۍ کې د کال یوازې شاوخوا شل زلزلې داسې کېږي چې د شدت کچه یې له ۷ پورته وي.

د زلزلې مرکز د افغانستان بدخشان ولایت له مرکز فیض آباد نه سوېل ختیځ لوري ته نژدې ۷۰ کیلومتره لیرې د هندوکوش د غرونو لړۍ ښوول شوې.

Image caption د زلزلې مرکز د افغانستان بدخشان ولایت له مرکز فیض آباد نه سوېل ختیځ لوري ته نژدې ۷۰ کیلومتره لیرې د هندوکوش د غرونو لړۍ ښوول شوې.

د دغې زلزلې ژوروالی د ځمکې له سطحې نژدې ۲۰۰ کیلومتره لاندې ښوول شوی، له هغې ۷.۸ ويجاړوونکې زلزلې ډېر ژور چې د روان کال په اپرېل کې یې نېپال ولړزاوه.

د انځور حقوق elvis

ورته مطالب