په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د خبرو پیل د سولې د بهیر لومړی خو تر ټولو مهم ګام دی

تر څوارلس کلنې جګړې او تاوتریخوالي وروسته د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ رسمي لیدنه او مخامخ خبرې اترې یوه لویه بریا بلل کېږي.

افغان حکومت لا هم هیله من دی، چې د خبرو له لارې به روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسي او طالبان به ورسره له دښمنۍ لاس په سر شي.

د کتونکو په باور، د خبرو پیل د سولې د بهیر لومړی خو تر ټولو مهم ګام دی.

د داوود قاري زاده رپوټ ته چې ابراهیم امیري یې وړاندې کوي