د اېم اېس اېف پر روغتون بريد يوه "بشري تېروتنه وه"

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption دې بريد کې لږ ترلږه ٣٠ ملکي وگړي وژل شوي وو . ايم ايس ايف د روغتون پر ودانۍ بريد يو جنگي جرم بللى وو

کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو يا اېم اېس اېف روغتون باندې بريد يوه "بشري تيروتنه" وه.

د اکتوبر پر درېيمه د دې بريد په اړه د امريکا پوځي پلټنې کې راغلې دي، چې څېړنو ښودلې ده امريکايي جنگي الوتکې د ودانۍ په پېژندلو تېروتې وې.

راپور کې راغلې چې پوځيانو داسې گومان کړى و چې گواکې د اېم اېس اېف روغتون سيمه کې هغه حکومتي ودانۍ وه چې طالبانو نيولې وه.

د پلټنو د پايلو د اعلانولو پر مهال په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو او امريکايي پوځيانو قوماندان جنرال جان کيمبل وويل "دا يوه خواشينوونکې تېروتنه وه، او امريکايي ځواکونه به کله هم قصدا روغتون يا بل ځاى چې خوندي بلل شوى وي په نښه نه کړي.

ده چې په کابل کې خبرې کولې وويل، هغه کسان چې دې پېښه کې ښکېل وو د هغوي دندې ځنډول شوې دي.

دې بريد کې لږ ترلږه ٣٠ ملکي وگړي وژل شوي وو . ايم ايس ايف د روغتون پر ودانۍ بريد يو جنگي جرم بللى وو

ورته مطالب