۹۰ سلنه افغانانې له تاوتریخوالي سره مخ دي

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو نړیوال بنسټ ویلي چې په افغانستان کې نژدې ۹۰ سلنه ښځې په یو ډول نه یو ډول له تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.

افغانستان کې د مېرمنو حقونو ته د لاسرسي په تړاو کلونه کیږي، حکومتي او مدني فعالتیونه شته چې د افغان ښځو دغه کړاونه راکم کړي خو لا هم ډیرې پیښې داسې دي چې ښځي پکې جنجالي پاتې دي یوه یې د طلاق خبره ده.

کابل کې زموږ همکارې نجما ځلا هغه مېرمنې لیدلې چې همدا ډول ستونزو سره مخ دي او اوس په امن خونو کې اوسي.

په کابل کې د امن یوې کور ته د ۴۰ کلنې بغلانۍ میرمنې له کړاوه ډکې کیسې اورېدو ته ورغلم.

دې په وړکتوب کې واده کړی اوس د شپږو ماشومانو مور ده. خو مخکې له دې چې له خپل میړه سره یوځای شي. د پلار تره یې پرې تیری وکړ. میړه یې دا پړه گڼله او پرې بې باوره شو. اوس ۲۴ کاله وروسته نه ورسره ژوند کوي او نه طلاق ورکوي.

''ماته یې د بیرته ګډ ژوند کولو وړاندیز نه دی کړی یو وار یې ویل چې خلع کوم دې، بیه درباندې ږدم چې څوک دې وپيري، بیا خلکو یې مخه ونیوله او ورته ویې ویل چې دا په شرعیت کې نشته، بیا یې ویل چې حلالت کوم یې ، مولایان هم ویل چې هو دا کار کولی شې خو ما ونه منله، وجدان مې نه منله چې یواځې یوه شپه او یوه ورځ له یو بل چا سره تیره کړم او بیا له دې سره بیرته نکاح وکړم. ''

یوه بله مېرمن هم چې نه غواړي وپيژندله شي، دا څلور کاله ده چې په خپل طلاق پسې ده، خو لا نه ده بریالۍ شوې:

''دولت راته ویلي چې درې کاله یا د ورو په کور کې کینه یا په امن کور کې اوسه . خو دا دی څلور کاله وشوه لا هم طلاق نه راکوي، میړه مې ۱۷ کاله بندي دی وايي چې ته هم ۱۷ کاله کینه. ''

سره له دې چې په ښارونو کې د افغان مېرمنو ژوند لږ څه بدل شوی. خو بیا هم د ملګرو ملتونو نړیوال بنسټ وايي چې ۹۰ سلنه ښځې که په ښارونو کې دي او که په کليو کې، یو ډول نه یو ډول له تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.

تورپيکۍ ۱۵ کلنه وه چې ورور ته د واده په بدل کې ۶۰ کلن سړي ته واده شوه. اوس لس کاله وروسته غواړي ترې بیله شي خو محکمې یې د میړه په ګټه پریکړه کړې:

''محکمې د میړه به نفه مې فیصله وکړه زه یې په زور ورته تسلیمولم ، زه تسلیمه نشوم. بیا یې راته ویل چې درې کاله ز ندان ته دې لیږو، ما ویل سمه ده زندان مې قبول دی خو د میړه کور ته مې نه ځم. که میړه ته مې تسلیم کړي هغه مې مړه کوپ ژوندۍ مې نه پریدي. مخکې له دې چې هغه مې مړه کړي زه خپله ځان مړ کوم. ''

افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون تصویب لپاره هڅه وشوه خو تر اوسه بې پایلې پاتې دی:

''اصلي ستونزه زمو په ناوړه دودونو کې ده چې په ټولو برخو کې د ښځو کارونه له خنډ سره مخ کوي، که د افغانستان قضايي سیستم وګورو په قوانینو کې مشکل نشته ستونزه د قانون په تطبیق کې ده چې. ''

طلاق د افغان نارینه و لپاره د ننګ خبره ده او د ښځو لپاره په دې سړي سالاره ټولنه کې طلاق اخیستل لکه له پل صراط نه تېریدل دي.