اشرف غني د کندوز د ملي امنيت ټول چارواکي ګوښه کړل

د انځور حقوق ARG
Image caption دا له طالبانو د کندوز د بیا نیولو راهیسې دغه ولایت ته د افغان ولسمشر دوهم سفر دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن (پنجشنبه اکتوبر ۲۶) کندوز ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل چې د دغه ولایت د ملي امنیت د ریاست ټول کارکوونکي یې په دنده کې د غفلت له امله ګوښه کړي.

دا له طالبانو د کندوز د بیا نیولو راهیسې دغه ولایت ته د افغان ولسمشر دوهم سفر دی.

ولسمشر غني په کندوز کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، هغه امنیتي ځواکونه چې خپله دنده یې په سمه توګه ترسره کړې باید وستایل او وهڅول شي او "هغه ځواکونه چې تښتېدلي او میدان یې خالي پرې ايښی باید محاکمه شي."

ښاغلي غني وویل چې له دې وروسته به هېڅوک ونه شي کولی چې په افغانستان کې غیر رسمي وسلوال ځواک ولري.

نوموړي زیاته کړه: "دا وروستی خبرداری دی، یا راشئ او د افغانستان له حکومت سره یو ځای شئ او کنه نو امنیتي ځواکونه به مو پر وړاندې وکارول شي"

ښاغلي غني د کندوز ولایت په تالار کې کندوزیانو ته د خبرو پر مهال وویل چې نور به سیمه اییز پولیس د سیاسي کسانو د پلویانو لخوا نه ګمارل کېږي.

نوموړي همداراز اعلان وکړ چې د کندوز ولایت د امنیتي حالت د لا ښه والي او اداري سمون لپاره یې د دریو نویو ولسوالیو، کلباد، قوش تپه او اقتاش جوړېدل منظور کړي.

ولسمشر د ښار سمون او ښاري چاپېریال د ښکلا لپاره وویل چي د ښار جوړونی وزارت سره له مشورې وروسته به د کندوز ماستر پلان هم تطبیق کړي.

ښاغلي غني له کندوزیانو سره د دغه ولایت د هوايي ډګر د پراخېدو ژمنه هم وکړه.

څو اونۍ وړاندې طالبانو د افغانستان کندوز ولایت ونیوه.

که څه هم یوازې د څو ورځو لپاره یې تر ولکې لاندې و خو بیا هم ځینو شنونکو په تېرو ۱۴ کلونو کې دا د طالبانو تر ټولو لویه لاسته راوړنه بللې.

ورته مطالب