افغانستان کې د لمريزې برېښنا دويمه پروژه پيل شوه

Image caption اوسمهال په درست افغانستان کې ۶،۷ ميګاواټه لمريزه برېښنا توليديږي

افغان چارواکي وايي د لمريزې برېښنا ترلاسه کولو دويمه پروژه به ډېر ژر د هېواد په سويل کندهار ولایت کې په کار پيل وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزرات د اقتصادي همکاريو د برخې مشر وحيدالله ويسي بي بي سي ته وويل دغه پروژه د ۱۰ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لري.

چارواکي وايي په راتلونکي يوه کال کې به يې ټولې تخنیکي چارې بشپړې شي او په راتلونکو ۲۴ مياشتو کې به يې عملآ د توليد پړاو پيل شي.

د برېښنا توليدولو پر دغې پروژې کابو ۱۰ ميليون ډالر لګښت راځي، چې د امريکا د پرمختيايي ادارې له لوري ورکول کېږي.

ښاغلی ويسي وايي افغانستان د لمريزې برېښنا د لاسته راوړلو لپاره ډېر فرصتونه لري، ځکه په افغانستان کې د کال ۳۰۰ ورځې لمر وي او ۳۰۰۰ ساعته روښانه لمر لري.

د لمر دغه کچه د افغانستان د نورو ولايتونو په توپير د هلمند، کندهار او فراه ولايتونو په ګډون په سويلي ولایتونو کې ډېره وي.

د برېښنا د برخې پوهان وايي افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې کولای شي له لمريزې برېښنا خپلې لومړنۍ اړتياوې پوره کړي.

اوسمهال په درست افغانستان کې ۶،۷ ميګاواټه لمريزه برېښنا توليديږي.

له لمره د برېښنا توليدولو لومړنۍ پروژه په باميانو ولايت کې د نوي زيلاند له لوري جوړه شوه.

له دغې برېښنا د باميانو ولایت شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ ګټه اخلي.

ورته مطالب