کابل کې يو ځانمرګی بريد شوی، د بل مخه نيول شوې

Image caption په دغه بريد د موټر چلوونکی وژل شوی او دوه ولسي وګړي چې پر لاره تېرېدل ټپيان شوي دي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د ښار په سويل ختيځه برخه اتمه حوزه کې يو ځانمرګی بريد شوی دی. بريد نور محمد شاه مېنه کې شوی چې په (کارته نو) هم يادېږي.

د دغه وزارت د وياند مرستيال نجيب دانش بي بي سي ته وويل بريد د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کارکوونکو پر يوه موټر شوی دی.

چارواکي وايي ځانمرګي د ټاکنو کمېسيون د کابل د ساحوي دفتر د مشر اول الرحمان رودوال موټر په نښه کړی و، خو ښاغلي رودوال رسنيو ته ويلي چې د بريد پر مهال په موټر کې نه و.

په دغه بريد د موټر چلوونکی وژل شوی او دوه ولسي وګړي چې پر لاره تېرېدل ټپيان شوي دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.

دا لومړی ځل نه دی چې وسلوال مخالفين د حکومت پر ملکي کارکوونکو بريدونه کوي.

تر دې وړاندې هم په همدې سيمه کې د ولسمشرۍ دفتر يو موټر هم په نښه شوی و، چې مرګ ژوبله يې هم لرله.

که څه هم په وروستيو کې کابل ښار يو څه ارام و، خو دغې چاودنې له خلکو سره يو ځلې بيا اندېښنې راپيدا کړې.

د ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه

د انځور حقوق NDS
Image caption ملي امنيت وايي دوه کسان يې نيولي چې غوښتل يې د يوه کرولا ډوله موټر پر مټ په ښار کې چاودنه وکړي

بل خوا د افغانستان ملي امنيت اداره وايي په پلازمېنه کابل کې يې د يوه بل ځانمرګي بريد مخه نيولې ده.

دوی وايي په دې تړاو يې دوه کسان نيولي چې غوښتل يې د يوه کرولا ډوله موټر پر مټ په ښار کې چاودنه وکړي.

ملي امنيت وايي نيول شويو کسانو اعتراف کړی چې په حقاني شبکې پورې اړه لري او غوښتل يې د ښار له ګڼې ګوڼې ډکې يوې سيمې کې موټر ته چاودنه ورکړي.

ملي امنيت د دويمې پېښې وېډيو هم خپره کړې ده.

ورته مطالب