'مافیايي کړۍ پر طالبانو وسلې پلوري'

د انځور حقوق AP
Image caption په وروستۍ لسیزه کې افغانستان د ناقانونه وسلو پر ټولولو د ملګرو مرستندویه هېوادونو میلیونونه ډالر ولګول، خو پایله یې داسې ده د ډېرو باور دا دی لکه په کندوز کې زموږ سترګو لیدلي وسله وال او ورته نور خلک د ټوپک له شپېلۍ ډوډۍ خوري، ټیکاو او سمسمکي ته به هیلې لږې وي.

بي بي سي موندلې چې ځینې نا مسوله وسله والې ډلې او مافیايي کړۍ په طالب وسله والو وسلې پلوري.

د افغانستان په شمال کې د ناامنیو یو ټکی همدا د وسلو کاروبار یادېږي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم دغه چاره د ځان لپاره یو لوی سرخوږی یاد کړی.

د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي په کندوز کې له هغو قومندانانو سره غږیدلی چې په خپله یې وسلې پېرلي او اوس له طالبانو سره په جګړو لګیا دي.

د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د هغو وسله والو ډلو لیدو ته ورغلم چې نه حکومتي ځواکونه دي او نه هم دولت مخالفې ډلې خو له طالبانو سره په جګړو کې ښکېل دي.

چورلټ نامسؤول کسان

دا وسله وال د افغانستان د شمال ختیځ په ډېرو سیمو کې لیدلی شو، په ډېرو سیمو کې د دې ملېشه يي ځواکونو راج چلېږي او ځانونه ورته د خپلو سیمو ټول واکان ښکاري، په دې ملېشو کې ډېر یې پخواني مجاهدین دي، په ځینو سیمو کې سیمه ییز پولیس او چېرته هم چورلټ نا مسؤول خلک دي.

ژوند یې له کلاشینکوف سره په یارانه تېرېږي د پخوانیو مجاهدینو یو قومندان محراب الدین میاخېل سره مې خبرې کولې چې د کلي چارسمبالی سړی دی، څو وسله وال یې ترشا روان و پکولونه او برګ دسمالونه يې له غاړو تاو او مخابرې یې په لاسو کې، شېبه په شېبه خپل قومندان ته د سیمو مالومات ورکوي، موږ و چې ډزې شوې محراب الدین وویل دا د طالبانو ډزې دي ددې کلي هاغه څنډه له هغو سره ده، ورغبرګه مې کړه خرڅ خوراک بوټ جامه له کومه کېږي؟ ویل يې خو له خلکو عشر ټولوو څوک يې طالبانو ته ورکوي څوک موږ ته ومې پوښتنه نو وسلې له کومه کوئ؟

له تاجکستان نه نوې وسلې راځي

''وسلې موږ په خپله اخلو دې غرونو کې ډیرې وسلې دي خلک يې راوړي خرڅوي یې، له تاجکستانه نوې وسلې هم راځي د پوډرو او قاچاقو په شکل دلته د وسلو پیدا کول ډیر اسانه کار دی''.

دغو ډلو ته یوه پلمه دا ده چې حکومت يي قانوني چوکاټ ته د ننویستلو هېڅ پوښتنه نه ده کړې، محمد عمر اقتاش په خپله ځان وسله وال کړی او له طالبانو سره جنګیږي:

''موږ څو ځلې حکومت ته دا وړاندیز کړی چې موږ ته دې یو قانوني چوکاټ مالوم کړي خو خبره مو هېڅ نه ده اورېدل شوې''.

د انځور حقوق AP
Image caption د کندوز یوه مدني فعال سید عبدالله هاشمي راته وویل همدا نا مسؤوله کړۍ او د وسلو کاروباریان حکومت مخالفو وسله والو ته وسلې رسوي.

د افغانستان په شمال کې وسله والې ډلګۍ په دې تورنې دي چې ګواکې له خلکو سره ناوړه چلند زورزیاتی او په ټوله کې خپله خوښه کوي.

دغلته د وسلو کاروبار یوازې په ليرې پرتو سیمو کې نه دی ان له یوه ولایته بل ته وسلې وړل کیږي، د وسلو یوه سوداګر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل د پخوانیو وسلو سره په خوا کې له پاکستان، تاجکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو تازه وسلې افغانستان ته ورځي، د هغه له خولې ده چې یوازې په کندوز کې هره ورځ تر څلور سوه میله وسلې د پېر او پلور په بازارونو کې لاندې باندې کېږي.

کابل کې ۳۰۰ زره میله ناقانونه وسلې

که څه هم کره شمېرې نشته خو ویل کېږي د افغانستان په شمال کې زرګونه میله ناقانونه وسلې شته، په کابل کې هم یوې وروستۍ شمیرې ښودلې چې درې سوه زره میله وسلې په دې ښار کې له نامسلو خلکو سره دي.

لکه چې د کندوز یوه مدني فعال سید عبدالله هاشمي راته وویل همدا نا مسؤوله کړۍ او د وسلو کاروباریان حکومت مخالفو وسله والو ته وسلې رسوي. حکومت په ټول وطن کې د وسلو خپلسري بازارونه او ناقانونه وسله وال یوه نظام ننګونکې خبره یادويو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي دا تر ټولو لوی سرخوږی دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption دغو ډلو ته یوه پلمه دا ده چې حکومت يي قانوني چوکاټ ته د ننویستلو هېڅ پوښتنه نه ده کړې

په وروستۍ لسیزه کې افغانستان د ناقانونه وسلو پر ټولولو د ملګرو مرستندویه هېوادونو میلیونونه ډالر ولګول، خو پایله یې داسې ده د ډېرو باور دا دی لکه په کندوز کې زموږ سترګو لیدلي وسله وال او ورته نور خلک د ټوپک له شپېلۍ ډوډۍ خوري، ټیکاو او سمسمکي ته به هیلې لږې وي.