کابل ۵ نوي سفيران وټاکل

Image caption دغه سفيران به د مېلمه هېوادونو تر منځ له پرېکړې وروسته په خپلو دندو پیل کوي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان، بېلجيم، چک جمهوريت، ناروې او ترکمنستان لپاره نوي سفيران ټاکلي دي.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې د افغانستان د ماليې پخوانی وزير او په اقتصادي چارو کې د ولسمشر اشرف غني مشارو حضرت عمر زاخېلوال پاکستان کې افغان سفير ټاکل شوی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي مرستيال مصدق خليلي په چک جمهوريت کې د افغانستان سفير نومول شوي دی.

د اجراييه رياست مشاور، په کاناډا او فرانسه کې د افغانستان پخواني سفير محمد عمر صمد ته په بلجيم کې د افغان سفير دنده ورکړل شوې ده.

په ولسي جرګه کې د کابل استازې شکريه بارکزۍ په ناروې کې د سفيرې په حیث نومول شوې ده.

همدا ډول په دغه خبرپاڼه کې راغلي د بهرنيو چارو وزارت ديپلومات ميرويس ناب په ترکمنستان کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکل شوی دی.

حمدالله محب چې څو مياشتې وړاندې په امريکا کې د افغان سفير په حيث ټاکل شوی و، اوس به د کلمبيا، دومينکا، ارجنټاين او مکسيکو لپاره غیر مقیم سفير هم وي.

دغه سفيران به د مېلمه هېوادونو تر منځ له پرېکړې وروسته په خپلو دندو پیل کوي.