د افغان ولسمشر د شتمنۍ نوملړ خپور شو

د انځور حقوق ARG
Image caption د بي بي ګل او ولسمشر غني ډېری شتمني شریکه ده

له فساد سره د مبارزې عالي ادارې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي مشر عبدالله عبدالله د شتمنیو نوملړ خپور کړی. د ولسمشر غني او د مېرمنې یې رولا غني شتمني ۳۲۰ میلیونه افغانۍ 'شاوخوا ۴٫۷ میلیون ډالر' اعلان شوې او د ښاغلي عبدالله شتمني ۱۰ میلیونه افغانۍ چې له ۱۵۳ زرو ډالرو ډېره کېږي.

کابل کې زموږ همکاره زمزمه نیازۍ پخپل راپور کې کاږي، د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي چې د ولسمشر، مرستیالانو، وزیرانو، د سترې محکمې کارکوونکو او لوی څارنوال شتمنۍ باید له کاري مودې وړاندې او ورسته ثبت او خپرې شي.

د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې د اساسي قانون پربنسټ، د ولسمشر غني او عبدالله د شتمنیو نوملړ خپور کړی او له خلکو غواړي چې که دغه مشران نورې شتمنۍ هم لري چې نه یې دي ثبت کړې، دغې ادارې سره دې شریکې کړي.

د خپور شوي سند پربنسټ د مېرمن رولا او ښاغلي غني ډېری شتمنۍ یو ځای دي، خو د ولسمشر غني هغه کور چې په دارالامان سیمه کې دی، د ده په نوم ثبت شوی.

د دغه کور لویوالی څلور جریبه او ۳۰۰ متره دی چې ارزښت یې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ دی. ښاغلي غني دا کور په ۱۳۸۲ کال کې د عین الدین په نوم له یوه کس نه په ۲۵ میلیونه افغانۍ اخیستی و.

اجرایوي مشر عبدالله عبدالله یو بڼ د کابل په پغمان سیمه کې لري او دغه راز یو مېلمستون په پنجشیر ولایت کې لري.

مېرمن رولا اوسمهال په کابل کې ژوند کوي یو کور په امریکا کې لري او ۶۰ جریبه ځمکه په لبنان کې لري چې له خپلو دوه وروڼو او خور سره یې شریکه دي.

Image caption د مېرمن رولا غني سره زر ۱۸ زره ډالر او د مېرمن فخریې سره زر ۷۴۰۰ ډالره ارزښت لري.

د عبدالله مېرمن فخریه په هند کې په یوه کرایي کور کې ژوند کوي. فخریه یو کور د کابل په کارته پروان سیمه کې او یو جریب باغ په پغمان کې لري.

ښاغلی عبدالله پرته له دغو یادو شویو شتمنیو نور څه د ثبت لپاره نه لري.

خو ولسمشر غني وایي ۱۲۲۰ جریبه باغونه په کابل او لوګر کې ورته له پلاره پاتې دي.

د دغو باغونو او ځکمو ارزښت چې د رولا غني د لبنان ځمکه هم ور حساب شي له ۳۲۰ تر ۶۴۰ میلیونه افغانۍ کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني له نړیوال بانکه د تقاعد او له خپلې ولسمشرۍ څخه د میاشتې 11 زره ډالر ترلاسه کوي.

خو ښاغلی عبدالله وایي ۲۹۸ زره افغانۍ یې معاش دی او ۱۰۰ زره افغانۍ د دسترخوان لپاره ورکول کېږي.

د مېرمن رولا غني سره زر ۱۸ زره ډالر او د مېرمن فخریې سره زر ۷۴۰۰ ډالره ارزښت لري.

عبدالله عبدالله په خپل بانکي حساب کې ۷ زره ډالره لري. خو ولسمشر غني او رولا اوس ۷۱ زره ډالر په بانک کې لري.

غني ۸ شخصي موټر لري چې ارزښت یې له ۱۰۲ میلیون افغانیو لوړ دی، خو عبدالله درې شخصي موټر لري چې دوه یې ۶۸ زره ډالر او یو یې ۸۰۰ زره هندۍ روپۍ ارزښت لري.

Image caption د عبدالله د کورنۍ غړي هره میاشت سل زره هندي روپۍ کرایه ورکوي نوموړی وایي د لاس یوه ګړۍ یې ۴۵۰ زره افغانۍ او بله یې ۴۳۰ افغانۍ ارزښت لري چې دواړه ډالۍ ورکړل شوې

ولسمشر غني په امریکا کې د څیړنیز شرکت غړی دی چې ۵٫۴ میلیونه افغانې په دغه شرکت کې ونډه لري.

غني او مېرمن یې د دارالامان کور لپاره هره میاشت ۱۳۰ زره افغانۍ لګښت ورکوي.

د عبدالله د کورنۍ غړي هره میاشت سل زره هندي روپۍ کرایه ورکوي نوموړی وایي د لاس یوه ګړۍ یې ۴۵۰ زره افغانۍ او بله یې ۴۳۰ افغانۍ ارزښت لري چې دواړه ډالۍ ورکړل شوې، خو غني وایي ټولې ډالۍ یې افغان حکومت ته ورسپارلي دي.