ولسمشر اشرف غني پاريس کې له نواز شريف سره ګوري

د انځور حقوق AFP
Image caption راپورونه وايي افغان ولسمشر اشرف غني له ديپلوماتيکو هڅو سره سره له دې ډډه کوله چې په پاريس کې د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره وګوري

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په پاريس کې د اقليم بدلون په نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه فرانسې ته تللی دی.

د ولسمشرۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي ښاغلی غني به د دغه کنفرانس په څنډو کې د يو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري.

د ملي يووالي حکومت اجراييوي مشر عبدالله عبدالله پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، ولسمشر غني به د دغه کنفرانس په څنډو کې د پاکستان له لومړي وزير نوازشريف سره وګوري.

واک ته د ولسمشر غني له رسېدو سره سم کابل له اسلام اباد سره د اړيکو غوړولو هڅې وکړې، خو ډېر وخت تېر نه شو، چې دغه اړيکي بېرته ترينګلي شول.

افغان چارواکي وايي هغه تمه يې چې له پاکستان نه په افغانستان کې د سولې په تړاو لرله پوره نه شوه او په خبره يې اسلام اباد ريښتونی نه و.

په افغانستان په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې د زمري په مياشت کې بريدونو چې يو يې هم د شپې مهال د کابل ښار په ختيځه څنډه شاه شهيد کې وشو افغان حکومت سخت په غوسه کړ.

افغان چارواکو د دغه بريد پړه په پاکستان کې پر يو شمېر کړيو واچوله، چې په خبره يې د پاکستان حکومت پرې نفوذ لري.

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان او پاکستاني مشرانو بيا بيا سره کتلي، خو هغه څه چې کابل غواړي تر اوسه نه دي پوره شوي

ښاغلي غني له دې وروسته وویل په پاکستان کې د ترهګرو پټنځايونه دي، د افغانستان لپاره بمونه توليدوي او پاکستان له افغانستان سره په يوه نااعلان شوې جګړه کې دی.

د دغو ترينګلو اړيکو د بيارغولو لپاره اسلام اباد بيا بيا ديپلوماتيکې هڅې وکړې، خو پايله يې مثبته نه وه.

راپورونه وايي افغان ولسمشر اشرف غني له ديپلوماتيکو هڅو سره سره له دې ډډه کوله چې په پاريس کې د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره وګوري.

خو په وروستيو ورځو کې افغانستان ته د پاکستان د پښتنو سياسي مشران ولاړل او له ولسمشر غني يې وغوښتل چې په پاريس کې د پاکستان له لومړي وزير سره وګوري.

افغان چارواکي وايي ولسمشر غني د دغو مشرانو غوښتنه منلې او د اقليمي بدلون په تړاو د نړيوال کنفرانس په څنډو کې به د سيمې د وضعيت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه له نواز شريف سره خبرې وکړي.

ورته مطالب