کابل کې د "آسیا" خصوصي تلوېزیون مشر وژل شوی

امان الله عطايي د انځور حقوق

د کابل پولیس وايي، د "آسیا" په نامه د یوه خصوصي تلوېزیون مشر امان الله عطايي تېره شپه کابل کې په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی.

د کابل د پولیسو د جنايي برخې مشر فریدون عبیدي بي بي سي ته وویل، ښاغلی عطايي تېره شپه شاوخوا نهه بجې د کابل اته ناحیه کې خپل کور ته څېرمه په ډزو ویشتل شوی.

ښاغلی عبیدي وايي، پولیسو د ځینو اسنادو په موندلو سره، د عطايي دوه خپلوان د قتل په تور نیولي دي.

دی وايي، ښاغلی عطايي له خپل دفتر نه له ځینو ملګرو سره کور ته روان وو، چې ډزې پرې وشوې، همدا وو چې له ځان سره یې ساتونکي نه دي بېولي.

د کابل د جنايي څېړنو مشر وايي، د ښاغلي عطايي کورنۍ وړاندې هم پر نیول شویو کسانو تور پورې کړی او مخکې یې له هغوی سره کورنۍ ستونزې لرلې.

"آسیا" تلوېزیون خصوصي دی، چې د کېبل په مټ د هېواد په ځینو ولایتونو کې خپرونې لري.