ناټو وايي: د ٢٠١٦ کال تر پايه افغان ماموريت ته دوام ورکوي

د انځور حقوق NATO
Image caption په دغه غونډه کې د بهرنېو چارو افغان وزير صلاح الدين رباني د افغانستان استازيتوب وکړ

ناټو پرېکړه کړې ده چې ٢٠١٦ کال کې به هم افغانستان کې د دوى ماموريت دوام کوي.

دا پرېکړه نن په برسلز کې د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډې کې چې د افغانستان د بهرنېو چارو وزير هم په کې برخه درلوده وشوه.

له غونډې وروسته د ناټو سرمنشي ېنس سټالټنبرګ وويل " چې دوى به افغانستان کې نژدې ١٢٠٠٠ پوځيان ساتي ، او د ماموريت ارزونې ته به دوام ورکوي چې اړتيا سره سم به کې بدلون راوستل کېږي"

دې غونډې کې د بهرنېو چارو افغان وزير صلاح الدين رباني د افغانستان استازيتوب وکړ.

دا مهال د ناټو ځواکونه چې د افغانستان امنيتي ځواکونو په روزنې بوخت دي د بگرام، هرات ، جلال اباد، کندهار او مزار شريف په گډون څو سيمو څخه فعاليت کوي.

د ناټو ماموريت په بشپړ ډول روزنيز دى، او د ناټو د سرچينو تر مخه نننۍ غونډې کې جگړه ييز ماموريت ته په ستنېدو خبرې ونه شوې.

غونډې کې دغه راز پرېکړه وشوه چې ٢٠٢٠ کال پورې افغان ځواکونو ته د نړيوال مالي ملاتړ ترلاسه کولو لپاره به د ناټو له خوا نوې هڅې پيلېږي.

د ناټو سرمنشي وويل چې دې لړ کې به هڅه کېږي چې د جولاي مياشت کې د ناټو له سرمشريزې وړاندې دې ته په دې لړ کې بنسټيز پرمختگ او ژمنې ترلاسه شي.

غونډې د افغانستان په مشرۍ د سولې هڅو څخه د ملاتړ دوام پرېکړه وکړه او ويې ويل چې د سولې پروسې د غښتلې کولو لپاره د ټولو لورو د هڅو هرکلى کوي.

غونډې کې د خبرو پر مهال د افغانستان د بهرنېو چارو وزير صلاح الدين رباني د حکومت په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو ژمنه بيا تکراره کړه.

له غونډې وروسته د ناټو اعلامېې کې راغلي دي "افغان حکومت ژمنه وکړه چې د امنيت په برخه کې به د پام وړسمونونه او پرمختگ باوري کوي په ځانگړې توگه د مشرتابه د ودې او احتساب په برخه کې، دغه راز د ښې حکومتوالۍ، ټاکنيز اصلاحات اوبشري حقوقو برخې کې هم کابل خپلې ژمنې تکرار کړې.

ورته مطالب