''د امريکايي ځواکونو د يوې ډلې د کورونو کرايه ۱۵۰ ميليون ډالر وه ''

د انځور حقوق SIGAR
Image caption دغه ښکلې شخصي ودانۍ چې ځينې يې بنګلې بولي په کابل، هرات، بلخ او ننګرهار کې کرايه شوي دي

په افغانستان کې د بيارغونې د څار ځانګړې امريکايي ادارې سيګار په خپل تازه راپور کې ويلي د امريکايي ځواکونو يوې ډلې چې شمېر يې د ۵ او ۱۰ کسانو ترمنځ وو ۱۵۰ ميليونه ډالر مصرف کړي دي.

دغې ډلې په افغانستان کې د ټيکاو او کسب او کار تر عنوان لاندې فعاليت کاوه او دغه پيسې يې يوازې د کورونو د کرايو، د دوی د امنيت خوندي کولو، ترانسپورت او غذا لګښت و.

د سيګار په وينا لګول شوې پيسې د دغې ډلې کابو ۲۰ سلنه بوديجه جوړوي.

دغه اداره وايي که دغو امريکايي ځواکونو په کابل کې د امريکا سفارت له اسانتياو ګټه پورته کړې وای نو د نژدې ۱۰ کارکوونکو لګښت به يې يوازې او يوازې ۱،۸ ميليون ډالر وای.

د سيګار په هغه ليک چې د امريکا دفاع وزارت ته استول شوی، راغلي دغه ښکلې شخصي ودانۍ چې ځينې يې بنګلې بولي په کابل، هرات، بلخ او د لنډ وخت لپاره په ننګرهار کې کرايه شوي دي.

د دغې ادارې تازه راپور ښيي چې د دوی د موندنو له مخې د امريکايي ځواکونو دغې له هغو ۲۸۲ ميليون ډالرو هم سمه ګټه نه ده پورته کړې، چې ټاکل شوې وه د کانونو، تېلو او ګازو د صنعت ودې په برخه کې ولګېږي.

د انځور حقوق sigar
Image caption ۴۳ ميليونه ډالر د افغانستان په شمال د جوزجان ولايت په شبرغان کې د ګازو پر دغه پمپ سټيشن لګېدلي دي

د دغې پانګې ۴۳ ميليونه ډالر د افغانستان په شمال د جوزجان ولايت په شبرغان کې د ګازو پر يوه پمپ سټيشن لګېدلي، په داسې حال کې چې همدا پمپ سټيشن په پاکستان کې په ۵۰۰زره ډالر جوړ شوی دی.

سيګار وايي د امريکا کانګرس له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۴ کال پورې دغو امريکايي ځواکونو ته ۸۲۲ ميليونه ډالر تصويب کړي و، چې ۷۶۶ ميليونه يې ور رسېدلي دي.

دا ډله په ۲۰۰۶ کال کې د امريکا د دفاع وزارت له لوري په عراق کې جوړه شوه او په ۲۰۰۹ کال کې يې خپل فعاليت په افغانستان کې پيل کړ چې د ۲۰۱۵ کال تر مارچ يې ادامه لرله.

تر ټولو لويه نيوکه چې پر مخکني حکومت کېده هغه فساد سره مبارزه وه، خو مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي بيا بيا ويل چې په افغانستان کې د فساد ستر لامل بهرنيان او بهرنۍ کمپنۍ دي.

ورته مطالب