طالبانو ملا اختر محمد منصور ته منسوب پیغام خپور کړی

ملا اختر محمد د انځور حقوق bbc
Image caption ملا اختر محمد منصور وايي، په ټول ژوند یې کچلاغ نه دی لیدلی

وسله والو طالبانو د خپل مشر ملا اختر محمد منصور په نامه یو غږیز پیغام خپور کړی، چې د ده د ټپي کېدو او وژل کېدو په اړه خپاره شوي رپوټونه پکې تبلیغات بلل شوي دي.

په دغه غږیز پیغام کې، چې د طالبانو د ویاند لخوا خپور شوی او په خپلواکه توګه یې پخلی نه دی شوی، ملا منصور د ده د مرګ خبرونه د خپلو دښمنانو تبلیغات بللي او ټینګار یې کړی، چې داسې کومه پېښه نه ده شوې چې دی یا ملګري یې پکې ټپیان شوي دي:

''اول به راشو د پاکستان کچلاغ موضوع او دې ګنګوسې ته چې ګني د طالبانو په منځ کې جنګ شوی دی او غونډه روانه وه، او زما نوم یاد شوی چې ګني ټپي شوی یم، ځینې مطبوعات او ځینې خلک دا اوازه خپروي چې ګني وفات شوی یم، دا خبره هېڅ حقیقت نه لري، دا د دښمن تبلیغات دي''.

نوموړی وايي، د دوی حریفان تبلیغات کوي او ټینګار یې دا دی چې له کلونو راهیسې یې کچلاغ نه دی لیدلی.

کچلاغ د بلوچستان ایالت اړوند کوټې او ژوب ته نژدې سیمه ده.

اختر محمد منصور د جولای میاشتې په پای کې وروسته له هغې د طالبانو مشر وټاکل شو، چې د دوی د پخواني مشر ملا محمد عمر د مرګ خبرونه ډاګیز شول.

د نوي مشرتابه د ټاکنې په اړه له هماغه پیله د طالبانو تر منځ اختلافات موجود وو، چې په پایله کې یې په دې وروستیو کې د ملا محمد رسول په مشرۍ یوه ډله ترې بېله هم شوه.

وړاندې، د ملامحمد رسول په مشرۍ طالبانو نه جلا شوې ډلې ادعا کړې وه چې "ملا اختر محمد منصور په دې نښته کې وژل شوى دى".

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي پښتو ويبپاڼې سره خبرو کې دا راپورونه رد کړل او وې ويل داسې هېڅ نښته نه ده شوې. ده زياته کړه " هغه په افغانستان کې دى، او طالبان چمتو دي چې ددې ادعا د ردولو لپاره شواهد وړاندې کړي".

ورته مطالب