اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره ۱،۲ ميليارده ډالرو مرسته کوي

د انځور حقوق ADB
Image caption دغه مرستې به د راتلونکو لسو کلونو په موده کې د برېښنا او انرژۍ په برخه کې ولګول شي

د اسيا پراختيايي بانک وايي په افغانستان کې د انرژۍ او برېښنا په برخه کې ۱.۲ ميليارده ډالر مرسته کوي.

د نوموړي بانک له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې له دغو پيسو به ۲۷۵ ميليون ډالر روان کال او پاتې نور به تر ۲۰۲۵ کال پورې افغانستان ته ورکړل شي.

دوی وايي دغه پيسې به د راتلونکو لسو کلونو په موده کې د انرژۍ او برېښنا په بېلابېلو برخو کې ولګول شي.

د اسيا پراختیايي بانک وايي افغانستان کې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۵ کال پورې د برېښنا اړيتا دوه برابره زياته شوې، چې اوس مهال ۸۰ سلنه يې له بهرڅخه وارده شوې برېښنا پوره کوي.

لکه څنګه چې د اسيا پراختيايي بانک ويلي د دغو مرستو يوه برخه به له ترکمنستان څخه افغانستان د برېښنا پر لېږد ولګول شي.

د اسيا پراختیايي بانک په افغانستان کې د انرژۍ او برېښنا په برخه کې تر ټولو ډېره مرسته کوي، نوموړي بانک تراوسه په دې برخه کې ۲،۲ میليارده ډالر مرسته کړې ده.

اوس مهال افغانستان شاوخوا ۳۴۰ ميګاواټه کورنۍ برېښنا توليدوی او ۵۶۰ مېګاواټه يې له ګاونډيو هېوادونو وار دوي.

ويل کېږي افغانستان شاوخوا زر مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري.

ورته مطالب