وسله والو طالبانو کندهار کې د پوليسو پر ماموريت بريد کړی

Image caption د چارواکو په وينا بريد د نوموړي ولايت نهمې حوزې پر اولسم ماموريت شوی دی

د افغانستان جنوبي ولايت کندهار کې د پوليسو پر ماموريت وسله والو طالبانو بريد کړی.

د راپورونو له مخې دوه بريدکوونکي چې په درنو وسلو او لاسي بمونو سمبال وو، دوشنبې (۷ ډسمبر) ناوخته مهال د کندهار ښار برېښنا کوټ سيمه کې د پوليسو پر ماموريت بريد کړی.

د چارواکو په وينا بريد د نوموړي ولايت نهمې حوزې پر اولسم ماموريت شوی دی.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني وایې برید شاوخوا دوه ساعته دوام درلود او "په پېښه کې يوازې دوه پوليس ټپيان شوي او بل چاته په کې زیان نه دي اوښتي."

نوموړی وايي د پوليسو په ډزو کې دواړه بريدګر وژل شوي دي.

خو یوه امنيتي سرچینه بیا وایې، چې په دغه برید کي دوه پولیس وژل شوي او دوه ټپيان دي.

وسله والو طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستې او وايي حکومتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

قاري یوسف احمدي په نامه د طالبانو یوه ویاند ادعا کړې چې برید کې لسګونه عسکر وژل شوي دي.

ورته مطالب