ولسمشر غني 'د آسیا زړه هېوادونو' کنفرانس لپاره پاکستان ته ځي

د افغانستان حکومتي سرچینې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني به 'د آسیا زړه هېوادونو' په نامه کنفرانس کې د ګډون لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ولاړ شي. کارپوهان وايي، ښاغلی غني به په دې سفر کې پر پاکستاني چارواکو فشار راوړي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د ملي یووالي حکومت اجرایوي مشر عبدالله عبدالله وویل، ولسمشر محمد اشرف غني به اسلام آباد کې د آسیا زړه هېوادونو کنفرانس کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

ښاغلي عبدالله دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (لیندۍ ۱۶ مه) د وزیرانو شورا کې وکړې. ده هیله وښوده، چې ښاغلی غني به له پاکستاني چارواکو سره د کتنې پرمهال له هغوی وغواړي چې د سولې په تړاو له زړه نه هڅه وکړي.

عبدالله هیله وښوده چې په دې کنفرانس کې به د ترهګرۍ پرضد بهیر هم خبرې وشي.

ده وویل، کابل هیله مند دی چې د یاد کنفرانس پایلې د سیمې هېوادونو، په تېره بیا د افغانستان د ګاونډیانو ترمنځ د اړیکو د پراختیا، سولې او ثبات لپاره ګټورې پرېوځي.

بل خوا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام آباد کې د آسیا زړه هېوادونو په دې پنځم کنفرانس کې به د سر موضوع له ترهګرۍ سره د مبارزې لارې چارې او د ګډو ګواښونو د مخنیوي لپاره د حل لارو لټول وي.

د آسیا زړه هېوادونو لومړی کنفرانس په ۲۰۱۲ کال د ترکیې استانبول کې جوړ شوی و.

په وروستیو کې پاکستان او افغانستان کې د ځینو خونړیو بریدونو پایله کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي، چې هر یو ادعا کوي دا ډول خونړي بریدونه په ګاونډيو هېواونو کې طرح شوي دي.

خو تېره اونۍ د اقلیمي بدلون په تړاو د پاریس کنفرانس کې ولسمشر غني له پاکستاني چارواکو سره دوه اړخیزې، او بیا له بریتانوي، او پاکستاني چارواکو سره درې اړخیزې خبرې وکړې.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي غني پاریس کې د بریتانیا او پاکستان له لومړیو وزیرانو سره درې اړخیزې خبرې کړې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، لومړی وزیر نواز شریف په دې خبرو کې له افغان ولسمشر سره افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د ''سولې د خبرو بیا پیلولو'' په اړه غږېدلی دی.

څه موده وړاندې، افغان چارواکو اعلان وکړ، چې د ژمي په رارسېدو سره، د طالبانو جګړه ییز موسم ختم شوی او په دې فرصت کې به افغان دولت د سولې پر خبرو او د خپلو ځواکونو پر پیاوړي کولو غور وکړي.

ورته مطالب